د افغان ټاکنو په اړه د بي بي سي ځانګړې نقشه

د ویډیو تشریح، د افغان ټاکنو په اړه د بي بي سي ځانګړې نقشه

د شنبې پر ورځ د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې. بي بي سي پښتو د افغانستان د ټاکنو په تړاو یوه ځانګړې ټاکنیزه نقشه چمتو کړې.

دلته تاسې کولی شی چې په هر ولایت کې د رایو د مرکزونو شمېر، په ولسي جرګه کې د هر ولایت د څوکیو شمېر، او همدا رنګه د تېرو کلونو د ټاکنو اړوند مالومات ترلاسه کړئ.

زموږ همکار هارون شفیقي درته ښیي چې له دې نقشې څرنګه ګټه اخیستلی شی.