فراه کې د چورلکې لوېدو جګپوړي افغان چارواکي وژلي

د افغانستان سوېل لوېدیځ فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې یوه چورلکه د خرابې هوا له کبله لوېدلې.

د فراه سیمه ییزو چارواکو د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته ویلي، پېښه کې د ولایتي شورا مشر فرید بختور، ددې شورا د غړې جمیله امیني، په لوېدیځ کې د ۲۰۶ ظفر قول اردو مرستیال نعمت الله خلیل او د دوو پیلوټانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي.

هرات کې زموږ خبریال محمد قاضي زاده وايي، پېښه کې د فراه د ولایتي شورا اوسنی غړی خیر محمد نورزی هم وژل شوی.

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دا چورلکه د دوی کسانو ویشتلې ده. اناردره د طالبانو لاس کې ده.

ښاغلی مهري زیاتوي، چورلکه نن ګهیځ شاوخوا نهه بجې د فراه اناردرې ولسوالۍ "جال غازي" سیمه کې هرات ته پر لار ولوېده.

نوموړی وايي، دوې چورلکې اناردرې ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو لپاره روانې وې، چې د خرابې هوا له امله یې یوه ولوېده او بله په ناستې بریالۍ شوه.

د فرید بختور په اړه ویل کېږي، چې څه موده مخکې طالبان فراه ته ننوتل، نوموړي ورسره تر پایه وجنګېد.

د هغه په اړه دا هم ویل کېږي، چې د مسایلو په تړاو په زغرده غږېده او له رسنیو یې څه نه پټول.

جمیله امیني یوه دوره د ولایتي شورا مشري هم کړې او د خپلې صریح لهجې له کبله یې شهرت درلود.

پېښه کې نور وژل شویو کسانو په اړه ویل کېږي، چې د ولایتي چارواکو ساتونکي او خدمه وو.

افغان چارواکي وايي، د ملي اردو دا چورلکه له ایران سره پرپوله لوېدلې ده.

سیمه ییزو سرچینو بي بي سي ته ویلي، د پېښې پرمهال په سیمه کې دروند باران روان و.

د روان کال د وږي پر ۲۴مه هم فراه کې له مهماتو یوې بار د ملي اردو چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه او بیا مهمات پکې چاودلي چې چورلکه ویجاړه شوه او پنځه کسان پکې ووژل شول.

پېښه د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې وه.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، سږ کال افغانستان کې تر اوسه اوه چورلکې لوېدلې دي.

د پېښې په اړه د افغانستان د هوایي ځواک قومندان جنرال عبدالوهاب وردګ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: "یوازې تسلیت وایم، نور هېڅ شی نه شم ویلی، خو: افسوس، افسوس او افسوس..".

یاده چورلکه د هرات له شینډنډ ولسوالۍ نه فراه ولایت ته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره روانه وه.

او د همدې کال د وږي پر ۱۱مه له بلخ ولایت نه د فاریاب پولیسو ته د اکمالاتو یوه لېږدوونکې چورلکه ولوېده چې یو پیلوټ او دوه سرتېري پکې ووژل شول.

چارواکو د چورلکې د لوېدو لامل تخنیکي ستونزه ښودلې وه.

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې هغه نسبتاً نا امنه ولایت دی چې هوارې سیمې لري او له هرات، غور، هلمند او نیمروز ولایتونو سره ګډه پوله لري.

ویل کېږي طالبانو ته په دې ولایت کې له یوې سیمې تر بلې او ان څنګلورو ولایتونو ته تګ راتګ ډېر اسانه دی.

د تېر غويي پر ۲۵مه وسله والو طلبانو د فراه مرکز د نیولو لپاره له څو لوریو ډله ییز بریدونه وکړل او د ښار مرکز ته ننوتل.