د فراه مرکز ته د طالبانو ننوتل

د افغانستان په لوېدیځ کې له فراه ولایت رپوټونه وايي، وسله والو طلبانو د فراه مرکز د نیولو لپاره له څو لوریو ډله ییز بریدونه کړي او د ښار مرکز ته ننوتلي دي. د فراه ولایتي شورا مشر فرید بختور بي بي سي ته وویل، وسله والو د ولایت ځینې حکومتي ادارې په خپله ولکه کې راوستلې دي.