تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلخ کې چورلکه لوېدلې؛ پیلوټ او ۲ افغان سرتېري وژل شوي
د افغانستان په شمال کې د شاهین قول اردو چارواکي وايي، د هغې چورلکې د لوېدو له امله چې بلخ ولایت څخه یې فاریاب ته پولیس او د ملي اردو سرتېري لېږدول، پیلوټ او دوه افغان سرتېري وژل شوي دي.
چارواکو د چورلکې د لوېدو لامل تخنیکي ستونزه ښودلې ده.
د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي بي بي سي ته وویل، په چورلکه کې ۴ د ملي اردو سرتېري او ۶ پولیسان سپاره وو :
"د چورلکې د لوېدو له امله پیلوټ او دوه افغان سرتېري مړه شوي او یو پیلوټ او دوه افغان سرتېري ټپیان شوي دي."
د هغه په خبره، په چورلکه کې نورو سپاره ژغورل شوي دي.
ښاغلي رضايي زیاته کړه، له دغه شرکت سره هوکړه په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو کړې او د چورلکې پیلوټ هم بهرنی وګړی دی.
یاده هلیکوپټره د مک شرکت اړوند وه چې بهرنیانو سره قرارداد لري او ځینې وختونه د افغان ځواکونو اړوند لېږد رالېږد هم کوي.
ښاغلي رضايي وویل، الوتکې له ۲۰۹شاهین قول اردو الوت وکړ چې تر ۱۰ - ۱۵ مترو لوړېدو وروسته یې د تخنیکي ستونزې له امله اور اخیستی او لوېدلې ده.
دا هم د لوستلو دي