پاریس کې مجرم له زندانه چورلکه کې تښتېدلی

فرانسوي چارواکي وایي، د پاریس اړوند سیمه کې یو خطرناک مجرم له زندانه په چورلکه کې تښتېدلی دی.

دا کس چې رېدوین فېد نومېږي ده سره ملګري، د درې په ګڼو وسلو سمبالو کسانو په مرسته چې چورلکه یې د زندان په انګړ کې کښېنوله اوچت کړای شو.

فېد ۴۶ کلن دی او د یوه ناکامې غلا په پای کې چې یو پولیس هم پکې وژل شوی و، د خپل ۲۵ کلن بند موده یې تېروله.

دا یې له زندانه دوهمه تېښته ده. په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغه په تېښته بریالی شو چې د زندان درې ساتونکي یې د سپر کولو په پار یرغمل نیولي ول او یو شمېر دروازې یې ماتې کړې.

په ۲۰۰۹ کال کې ده یو کتاب ولیکه چې په هغه کې د ځان تجربه او د پاریس په څنډو کې له جرمونو ډکه سیمه کې د لويېدولو د څرنګوالي کیسه کړې وه.

هغه ادعا کړې وه چې نور یې جرم ته شا اړولې ده خو یو کال وروسته په یوې ناکامې غلا کې ښکېل و چې له کبله یې د سیین-یې-مغن سیمې په ریو کې بندي شو.

د فرانسې یوه خبري وېبپاڼه یورو ۱ لیکي، فېد او په جرم کې ښکېل ملګري یې د زندان له انګړه چې په کټارو نه و خوندي شوی، وتښتېدل چې نور کسان پکې نه دي ژوبل شوي.

چورلکه له هغه وروسته نژدې سیمه ګونیسا ته الوتې ده. وروسته سیمه ییزو پولیسو سوځېدلې وموندله.

غل او زندان تښتېدونکی

فېد په ۱۹۷۲ کال کې د پاریس په څنډو کې له جرمونو ډکې یوې سیمې کې وزېږېد چې په تدریج یې جرمي نړۍ ته مخه کړه.

په ۱۹۹۰ کلونو کې هغه د یوه داسې بانډ مشري کوله چې په پاریس کې به یې وسله والې غلاوې کولې او په زوره به یې پیسې شکولې. په ۲۰۰۱ کال کې د وسله والې غلا په جرم په ۳۰ کاله بند محکوم شو.