تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د څرخي زندان دروازه کې ځانمرګی برید شوی
د افغانستان پلازمېنې کابل ختیځ څرخي پله زندان دروازه کې ځانمرګی برید شوی، چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د درېیو پولیسو په ګډون اوه کسان وژل شوي او د څلورو پولیسو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، په ټپیانو کې درې ماشومان هم دي.
نوموړي د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل، بریدګر پلی روان و او د څرخي پله زندان دروازې ته څېرمه یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي.
د برید په سیمه کې ګڼ شمېر هغه خلک هم وو چې د خپلو بندیانو لیدو ته په تمه وو. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي په ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي. دی وايي، ظاهراً هغه موټر په نښه شوی چې د زندان کارکوونکي په کې سپاره وو
برید ګهیځ شاوخوا ۷:۴۵ بجې د کابل ۱۲مې امنیتي حوزې اړوند څرخي پله سیمه کې شوی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی.
څرخي پله زندان
د څرخي پله زندان د افغانستان په کچه تر ټولو لوی زندان دی، چې شاوخوا لس زره بندیان پکې ساتل کېږي.
څرخي پله زندان کې د سیاسي، جنايي او نشه يي توکو په تور نیول شوي کسان بندیان شوي.
په دې زندان کې ګڼ طالب جنګیالي هم ساتل کېږي.
د روانې لړم میاشتې پر اومه هم د کابل ختیځ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي موټر ځانمرګي برید لږترلږه یو کس وواژه او اته نور یې ټپیان کړل.