د عکسونو البوم: سږکال تر جګړو وچکالۍ ډېر افغانان بې ځایه کړي

په افغانستان کې وژونکې وچکالۍ په ځینو سیمو کې وګړي د ناورین تر غاړې سولي دي.

رپوټونه وايي، سږکال د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د وژل شویو ولسي وګړو پرتله د وچکالۍ له کبله ډېر وګړي مړه شوي دي.

دا زرګونه کډوال له غوره ولایته د وچکالۍ له امله هرات ته کډوال شوي.

د اټکل له مخې، د افغانستان له شمال او لوېدیځو ولایتونو هرات ته شاوخوا ۲۶۰۰۰۰ وګړي د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې قادر عاصمي وايي، هرات کې د کډوالو لاسنیوی کوي.

ملګرو ملتونو د وچکالۍ له کبله د ۲٬۲ میلیون اغېزمنو شویو افغانانو لپاره ۳۴٫۶ میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړې ده.

یوې بې ځایه شوې مېرمنې، چې له خپلو څلورو ماشومانو سره ناسته وه، راته وویل، تازه له شمالي فاریاب ولایته دلته کډوال شوي دي.

په هرات کې دغه زرګونه کډوال د ژمي د یخنۍ په نژدې کېدو اندېښمن دي چې په څه به ځانونه تودوي.

۷۰ کلن سید محمد په ژړغوني غږ وايي، د هرات ښار لوېدیځ کې یې اړولي، چې کورنۍ یې هېڅ هم نه لري.

سید محمد وايي: "ښځه او ورور مې مړه شول. زموږ نیمايي ماشمان دلته دي. نیمايي نور مو شا ته پرېښي."

دی وايي، کډوال شوي وږي او تږي دي او په یوه کوچنۍ خېمه کې اته کسان اوسېږي.

دا ټول انځورونه د بي بي سي محفوظ ذبیدي اخیستي دي.