ملا برادر څوک دی، او څومره مهم دی؟

طالبان

د عکس سرچینه، EPA

۵۸ کلن ملا برادر د طالبانو د شورا مهم غړی او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی. ویل کېږي ملا برادر له هغو څلورو کسانو یو و، چې ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ.

وروسته چې امریکايي ځواکونه ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ننوتل، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، ملا برادر د وسله والو طالبانو د مقاومت یو مهم غړی شو.

نوموړی د اروزګان ولایت دی، خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهار کې و. کله چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پراخه شوه، ملا برادر د هرات والي وټاکل شو.

ملا برادر د پوپلزیو له قبیلې دی، چې په سوېل کې ډېر نفوذ لري. ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دغه تحریک لوی درستیز هم پاتې شوی دی.

کله چې طالبانو په ۱۹۹۸ کال پر بامیانو برید وکړ او ویې نیو، ملا برادر د لومړۍ جنګي کرښې قومندان و. پېښور کې خبریال او شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، کله چې په ۱۹۹۵ کال افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملا محمد عمر لیدو ته کندهار ته ورغی، ملا برادر یې هم هلته ولید.

نوموړی وايي، چې ملا عمر دوه مهم مرستیالان لرل، چې یو پکې ملا برادر او بل ملا عبیدالله اخوند و.

ملا عبیدالله اخوند په اړه ویل کېدل، چې ګني د پاکستان حکومت نیولی، خو وروسته پاکستان دا خبره رد کړه.

ملا برادر ۲۰۱۰ کال کې بالاخره پاکستاني او امریکايي امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیو.

له ۲۰۱۲ کاله مخکې چې افغان چارواکو د سولې خبرو بریالیتوب لپاره د ملا برادر په ګډون د یو څو بندیانو خوشي کېدو غوښتنه کوله د ده په اړه ډېر معلومات نه وو خپاره شوي.

د ۲۰۱۳ کال سپتمبر پر ۲۱ پاکستاني چارواکو نوموړی خوشی کړ، خو دا معلومه نه وه، چې هغه ته به پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي او که به دریم هېواد ته ولېږل شي.

د هغه نیول کېدو پر مهال ویل کېدل، چې ملا برادر د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر وروسته دویم مهم کس دی، چې هغه پرې خورا ډېر باور کاوه.

د نوموړي په تړاو داسې باورونه و، چې ګواکې له مهمو طالب چارواکو یو دی، چې غواړي له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.

د طالبانو تحریک په رامنځته کولو کې له مهم رول وروسته ملا برادر ته د یوه پوځي قومندان او ستراتيژیست په نظر کتل کېدل. دې سره د طالبانو لپاره د مالي سرچینو په چمتو کولو کې هم د هغه رول مهم بلل کېده.

د طالبانو حکومت پر مهال هغه د کابل او هرات په ګډون د افغانستان بېلا بېلو برخو کې د جګړې مشري کوله او د طالبانو حکومت ړنګېدو پر مهال ملا برادر د دفاع مرستیال وزیر په توګه دنده درلوده.

د نوموړي نیول کېدو پر مهال یوه افغان چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بي بي سي ته ویلي و:

''د هغه مېرمن د ملا عمر خور ده. د پېسو کنټرول ده سره و. ده زموږ د امنیتي ځواکونو پر ضد تر ټولو خونړي بریدونه کړي دي. ''

پر ملا برادر د نورو طالب چارواکو په څېر د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري بندیزونه لګېدلي وو، چې د پېسو کنګلول، د تګ راتګ بندیز او وسلې بندیزونه پکې شامل دي.

۲۰۱۰ کې له نیول کېدو مخکې نوموړي په عام محضر کې لږ خبرې کړې، خو ۲۰۰۹ کال کې هغه له نیوزویک مجلې سره د برېښنالیکونو تبادله کړې وه او افغانستان ته د امریکايي پوځ تلو ته غبرګون کې یې ویلي و، طالبان غواړي د امکان تر حده امریکايي ځواکونو ته ډېر زیان واړوي.

ملا برادر ''له خپلې خاورې د امریکایانو د وتلو تر مهاله د جهاد اعلان کړی و. ''