د ننګرهار اچین کې ماین ۱۱ ولسي وګړي وژلي

د عکس سرچینه، .
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مامندره کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون ۱۱ ملکيان وژل شوي دي.
د اچین ولسوال عاشق الله سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي سره خبرو کې د پېښې پخلي کوي او زیاتوي چې په دغه چاودنه کې شپږ ماشومان هم وژل شوي دي.
ولسوال زیاتوي:"سړک غاړې بم و. سپين سراچه(غواګۍ) دی چې د سړک غاړې ماين پرې الوتلی دی. دوی ښکته ولسوالۍ ته راتلل چې چاودنه پرې وشوه. ۴ نارينه، یوه مېرمن او پاتي شپږ ماشومان وژل شوي دي".
د چاودنې په اړه سملاسي کومې ډلې څه نه دي ویلي، خو ولسوال یې د حکومتي مخالفانو کار بولي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني هم رسنیو ته استولې اعلامیه کې ویلي، چې له غرمې مخکې د ولسي وګړو په موټر چاودنه شوې او ۱۱ کسان پکې وژل شوي دي.

اچين د ننګرهار يوه له ناامنو ولسوالیو ده چې د وسله والو طالبانو سربېره پکې د اسلامي دولت نومي ډله داعش هم فعاله ده.
اچین له ډیورنډ کرښې سره پرته ولسوالي چې تر ډېره ناامنه ده.
نږدې دوه کلونه مخکې دا ولسوالي د داعش وسلوالو مهم مرکز و.
امریکا د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۳ نېټه په دغه ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز د بمونو مور بم وغورځاوه.








