له زندانه خوشې کېدونکې کندهارۍ بندیانې 'ځای نه لري'

د افغانستان سوېل کندهار ولایت کې د بشري حقونو فعالین وايي، یوشمېر بندي مېرمنې، چې د حبس موده یې بشپړه کړې، لاهم په زندانونو کې پاتې دي؛ ځکه چې له زندانه د باندې د اوسېدو ځای نه لري.

د زندان چارواکي وایي، دوی یوه ګړۍ هم ددې ډول مېرمنو د ساتنې مسؤولیت نه لري، خو دغه اداره وایي د کورنیو د مخالفتونو او یا هم خپله مېرمنې نه غواړي بېرته کورته ولاړې شي ځکه یې دوی دلته ساتنه کوي.

په یو شمېر ولایتونو کې د دغه ډول ښځو لپاره د حکومت او مرستندویه ادارو له خوا امن ځایونه جوړ شوي.

۲۰ کلنه معصومه د پلار له کوره د تښتېدلو په جرم زندان ته لوېدلې .

معصومې د خپل حبس موده پوره کړې، خو دا لاهم زندان کي شپې ورځي تېروي او وایي نه غواړي هغه کورته ور وګرځي چي ترې د تښتېدو له کبله نن په زندان کې ده .

دا یوازي د معصومې داستان نه دی، د زندان چارواکي وایي په تېرو څو میاشتو کې څو نورو ورته قضیو سره هم مخ شوي دي.

د کندهار د سرپوزې زندان مرستیال څارنمن محمد یوسف وایي په تېرو شپږو میاشتو کې درې نورې مېرمنې له دوی سره زندان کې پاتې دي.

بندیان د اوږ بار

هغه وايي، په زندان کې له ټاکل شوې مودې د ډېر وخت لپاره د پاتې کېدونکو زندانیانو پالنه او ساتنه پر دوی بوج دی.

دا ستونزه یوازې تر کندهار محدوده نه ده، بشرپالان وایي په روزګان، هلمند او زابل کې هم هغه ښځې، چې د حبس موده یې بشپړه کړې وي بیا هم زندان کې ساتل کېږي .

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د سیمه يیز دفتر مشر فخرالدین فایز وایي د حبس د مودې تر پوره کولو وروسته په زندان کې پاتې کېدو ته د ښځو مجبوریت د دوی پر بشري حقونو تېری بلل کېږي .

ښاغلي فایز وایي دا د حکومت دنده ده چې په هر ولایت کې ددغو مېرمنو د ساتنې غم وخوري .

پلازمېنه کابل کې شپږ د امن خونې شته او هغه ښځې په کې ساتل کېږي، چې د مېړه یا پلار له کوره تېښتې ته اړایستل شوې دي او یا هم له زندان تر خوشې کېدو وروسته یې کورنۍ منلو ته نه وي چمتو.

په کندهار کې د ښځو چارو مشره رقیه اڅګزۍ وایي، دغه ولایت کې د امن خونې د نشتوالي یو لامل د وخت چارواکو او قومي مشرانو مخالفتونه وه.

څه موده وړاندې د ښځو چارو مرستیال وزیري کندهار ته د سفر پرمهال له ځايي چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي وو، دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امن خونې جوړول خورا اړینه ده.

دغه چارواکي ویلي وو، هڅه کوي ددغو اسانتیاوو د برابرولو لپاره مالي امکانات برابر کړي.