تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
وروستیو کلونو کې د ډالر په وړاندې د افغانۍ بې ساري غورځېدل
د افغانۍ ارزښت په تېرو څو ورځو کې د امریکايي ډالر په مقابل کې سخت غورځېدلی او له ۷۳ افغانۍ ۷۸ افغانۍ ته پورته شوی دی.
د افغانستان بانک مشر خلیل صدیق د افغانۍ په وړاندې د ډالر ارزښت کمېدل لنډمهالی بولي او د ونډو بازار احتکاریان او قاچاقایان د دې ارزښت کمېدلو لامل بولي.
خلیل صدیق د چارشنبې په ورځ خبرغونډې ته وویل، افغان حکومت ډېرې پیسې په واک کې لري او په بهرنیو اسعارو یا پیسو سره د ریښتوني یا واقعي بازار اړتیا پوره کولی شي.
"د ډالر د لوړې بیې د کمولو لپاره به راتلونکې شنبه ۳۲ میلیون ډالر بازار ته وباسو".
د ښاغلي صدیق په خبره، وروستیو څو ورځو کې ډالرو ته د ونډو بازار اړتیا له ۳۰ میلیونو ۴۲ میلیون ډالرو ته پورته شوې او دا د منلو نه ده.
هغه دا هم وویل، چې په دې ورځو کې افغانستان کې داسې اقتصادي کارونه نه دي شوي چې له امله یې د پیسو غوښتنې کچه په ورځ کې ۱۲ میلیون ډالرو ته پورته شي.
د هغه په خبره، انپلاسیون یا پړسوب د پیسو د بیې پر ارزښت نېغ اغېز لري، خو نه یوازې وروستیو میاشتو کې دا پړسوب ډېر شوی نه دی، بلکې کم شوی هم دی.
ښاغلی صدیق وایي، د پیسو پړسوب له ۴،۳ تر ۰،۱۴ سلنې ته ټیټ شوی دی او دا ښيي چې باید د ډالر بیه لوړه نه شي.
خلیل صدیق زیاتوي، چې افغانستان د پیسو د زېرمې له پلوه هم ستونزه نه لري، ځکه چې کورنی عاید یې ۱،۸ میلیارد ډالرو ته پورته شوی دی.
ایران ته د ډالر قاچاق
وروستیو میاشتو کې رپوټ شوې وه چې ایران کې د ډالرو د بیې لوړېدو سره هره ورځ نږدې درې میلیون ډالر له افغانستان ایران ته قاچاق کېږي.
ښاغلی صدیق وايي، افغانستان بانک ایران ته د ډالر د قاچاق د مخنیوي مسوول نه دی.
هغه له خلکو وغوښتل چې ورځنۍ را کړه ور کړه په افغانۍ وکړي او د افغانۍ د ارزښت کمېدل یې هم لنډمهالي وبلل:
"احتکاریان له قصده د افغانستان اقتصاد ته ګوزار ور کوي. احتکاریان پېژندل شوي او د قانوني ادارو له خوا به د قانون منګولو ته وسپارل شي".
د ډالر او افغانۍ ارزښت ټاکلو فرمان
د افغانستان د بودیجې فرمان له مخې پر ۱۳۸۴ کال د یوه امریکايي ډالر بیه ۴۸ افغانۍ وه، د لسو کلونو په تېرېدلو سره پر ۱۳۹۴ کال دا بیه ۵۷ افغانیو ته پورته شوه.
تېرو دوو کلونو کې د افغانۍ په وړاندې د یوه ډالر بیه له ۶۷ پورته شوه.
که څه هم د افغانستان مالیې وزارت د ۱۳۹۷ کال د بودیجې فرمان کې د یوه ډالر بیه ۶۸،۳۴ افغانۍ ټاکلی، خو تېرو څو ورځو کې د یوه ډالر بیه له ۷۸ هم زیاته شوې ده.