د ټاکنو د کمېسیون مرکزي دفتر بېرته پرانیستل شو

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر او په لوګر او کندوز کې يې ولايتي دفترونه له دوو اونيو ځنډ وروسته بېرته پرانستل شول.
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د نوماندانو له نوملړه ایستل شویو کسانو د اعتراض په توګه په نهو ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه وتړل، خو لا هم په شپږ ولایتونو پروان، بدخشان، سمنګان، تخار، پکتیا او ننګرهار کې دا دفترونه تړلي پاتې دي.
افغان امنیتي ځواکونو شپې مهال عملیاتو کې د اعتراض کوونکو خیمې ورټولې کړې، خو ویل شوي چې چا ته پکې د سر زیان نه دی اوښتی.
په سیمه کې لا هم د اوښلن ګازو د ګولیو پاتې شوني او د ډبرو انبارونه چې پر پولیسو د برید لپاره هلته وړل شوې وې، ليدل کېدل.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د خپل دغه مرکزي دفتر چارې یې بیا پیل کړې چې شاوخوا زر تنه کارکوونکي لري، خو چارې لا هم عادي حالت ته نه دي ورګرځېدلې.
د ټاکنو کمیسیون د رسنیو برخې یوه کارکوونکي ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل:
"زموږ همکاران نن هم راغلي او هڅه کوو چې د تېرو دولسو ورځو کاري تشه ډکه کړو"
د ټاکنو کمیسیون ځینې مهمې چارې ځنډېدلې دي، د بېلګې په توګه د رایه ورکوونکو په تړاو د معلوماتو ثبت، د رای ورکوونکو د شمېرو خپرېدل د نویو کارکوونکو ګومارل او په ادارو کې سمونونه.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي بي بي سي ته وویل دوی د ضایع شوي وخت د جبرانولو لپاره خپلې چارې چټکوي او غواړي ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره شي.
هغه زیاته کړه:
"هغو تماسونو ته په کتو چې موږ يې له حکومت سره لرو هیله لرو چې بیا به دوی ونه توانېږي چې د کمېسیون دروازې وتړي"
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې یوه ځانګړي کمیسیون د نوماندانو له وروستي نوملړه د ۳۵ کسانو نومونه وایستل.
د دغه کمیسیون په وینا ایستل شوي کسان د ناقانونه وسله والو ډلو په غړیتوب یا قومندانۍ، د ځمکو په غصب، له بشري حقونو په سر غړونې او د نشهيي توکو په قاچاق کې تورن دي. خو دغه اداعا د ایستل شویو کسانو له خوا رد شوې ده.

د ۳۵ کسیز نوملړ په اعلان سره دغو کسانو او پلویان یې په نژدې لسو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون د دفترونو دروازې وتړلې. دوی ان ټاکنو کمیسیون ته خواړه او اوبه هم نه پرېښودل.
مسوولینو خپلې غونډې له کمیسیونه بهر کولې.
د ټاکنو کمیسیون وايي د لوګر دفتر سره هم مهاله په لوګر او کندوز کې هم د دوی دفترونه پرانیستل شوي دي. خو لا هم په پروان، بدخشان، سمنګان، تخار، پکتیا او ننګرهار کې د ټاکنو دفترونه تړلي پاتې دي.








