تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندوز: طالبانو له لویې لارې لسګونه مسافر تښتولي
د افغانستان د شمال ختیځ کندوز ولایت چارواکي وايي، وسله والو کسانو د کندوز - تخار پر لویه لاره لسګونه مساپر له له موټرو ښکته کړي او ځان سره یې بېولي دي.
ویل کېږي چې د کابو ۱۲۰ تنه مساپرو ډله په درېیو ۴۰۴ ډوله موټرونو کې له تخار نه کابل ته روانه وه.
وسله والو طالبانو بي بي سي ته منلې چې یاد مسافر وړونکي موټر دوی له لارې ګرځولي دي.
له سیمې ترلاسه شوي رپوټونه وایي، افغان امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې له دې ډلې کابو ۱۰۰ تنه مساپر بېرته خوشې را خوشې کړي دي.
د پاتې کسانو د ژغورنې لپاره په سیمه کې عملیات روان دي.
طالبانو ویلي، له دې کاره یې موخه د امنیتي کسانو پلټنه ده او ملکي کسان به بېرته خوشې کړي.
د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي بي بي سي ته وویل، دغه پېښه د اګسټ ۲۰مه، سهار شپږ بجې د کندوز اړوند په "نیکپی" سیمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې یاده سیمه د طالبانو تر کنترول لاندې ده.
دغه پېښه د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره تر مشروط اوربند یوه ورځ وروسته رامنځته شوې ده.
د ژغورل شویو کسانو له ډلې یو تن د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، طالبانو دوی لومړی یو زیارت او بیا یې یو ښوونځي ته بوتلل.
هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو هغه کسان لټول چې حکومتي دندې لري.
ویل کېږي چې په برمته شویو کسانو کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم وو.
د دوی یو شمېر خپلوان بیا د تالقانو ښار د بسونو په اډه ګې راټول شوي وو او د خپلو عزیزانو د را خوشې کولو غوښتنه یې کوله.