تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
''کندوز پولیسو د وسله والې ډلې مشر نیولی''
کندوز کې امنیتي چارواکي وايي د یوې وسله والې ډلې مشر یې نیولی دی. پولیس دغه قوماندان عبدالمتین چې په متینک مشهور دی په باج اخیستلو، ترور او خلکو تیښتولو تورنوي. دا د لاقانونه ملیشو د قوماندانانو پرضد د حکومت وروستی ګام دی.
د دې نه وړاندې د فاریاب د ملیشو د یو قوماندان نظام الدین قیصاري په ګډون له ارزګان او نورو سیمو نه د نامسوله وسله والو قوماندانان نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي.
ښاغلی نورستانی وايي نیول شوي کس په سختو جرمونو کې لاس درلود او د ولسمشر په لار ښوونه نیول شوی دی:
''د کندوز پولیسو د عبدالمتین په نوم د نامسوولو وسلوالو یو قومندان چې په انسان تښتونه، ترور، وژنه او وحشت کې یې لاس درلود له خپل یوه ساتونکي سره ونیو او له پلټنو وروسته به اړوند ادارو ته وسپارل شي. ''
که څه هم خپله د نیول شوي کس له قوله څه نه دي ویل شوي، خو له دې مخکې په ورته توګه نیول شویو کسانو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ادعا یې کړې، چې د دولت لپاره یې له وسله والو طالبانو سره جګړه کړې.
کندوز کې یو شمېر ځايي اوسېدونکي بیا ادعا کوي، چې دغه وسله والې ډلې او مشران یې په ځورونو کې ښکېل دي.
د کندوز یوه استوګن له نوم ښوولو پرته بي بي سي ته وویل:
''خان اباد کې یواځې متینک نه دی په سلګونو نور کسان دي چې حکومت او ولس ته یې ستونزې جوړې کړې دي، متینک تر دریو سوو پورې کسان لري، چې تل یې زموږ خلکو ته ستونزې جوړې کړې. د خلکو او سوداګرو په ځورونو کې لاس لري او د انساني حقونو په سرغړونه تورن دی. ''
افغان امنیتي ځواکونو نژدې میاشت مخکې په فاریاب ولایت کې د سیمه ییزو وسله والو یو بل مشر نظام الدین قیصاري نیولی و، چې د عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی بلل کېده.
افغان پوځي چارواکو د نوموړي له نیولو وروسته وویل، چې هغه ناوړچلن وکړ او د پوځي ناستې غړو ته یې د وژلو ګواښ وکړ.
د ښاغلي قیصاري په نیولو پسې په څو ولایتونو کې مظاهرې وشوې چې له ترکیې یې د عبدالرشید دوستم د ستنېدلو او د ښاغلي قیصاري د خوشي کولو غوښتنه کوله.
د کندوز په تېره د دغه ولایت د خان اباد ولسوالۍ استوګن له کلونو راهیسې له نامسوولو وسلوالو شکایت کوي. ځايي خلک وايي، په دغه ولسوالۍ کې په لسګونو نامسووله وسلوالې ډلې فعالیت کوي او له خلکو په باج اخیستلو د خپلو وسلوالو لپاره لګښت برابروي.