کابل: پر خصوصي ښوونځي ځانمرکی برید، ۳۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، ABDURAHMANNOORIZADA
د افغانستان عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، د پلازمېنې کابل یوه ښوونیز مرکز کې د چارشنبې ورځې ځانمرګي برید له کبله ۳۴ کسان وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.
پرون د دغه وزارت چارواکو په دې پېښه کې د ۴۸ کسانو د وژلو او ۶۷ نورو د ټپي کېدلو خبره کوله.
خو نن د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح رسنیو ته استولې اعلامیه کې وايي، چې په پرونۍ پېښه کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۵۶ ټپیان دي.
ښاغلی مجروح زیاتوي چې پرون ښايي د ځینو ټپیان یا وژل شویو شمېر دوه ځلې په ټلیفون ور کړل شوی وي، ځکه یې شمېر ډېر ښودل شوی و.
ځايي پولیس وايي د ښار لوېدیځ دشت برچي سیمې یوه خصوصي ښوونځي ته ځانمرګی بریدګر ننوت او د درسي ټولګي منځ کې یې په ځان پورې تړلي باروت وچوول.
داسې ګومان کېږي، چې ډېر وژل شوي هغه زلمي دي، چې په دغه ښوونیز مرکز کې پر زده کړو بوخت وو.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې د کابل پولیس ویاند حشمت ستانکزي له قوله ویل شوي:
''موږ تاییدوو، چې بریدګر پلي و او د ښوونیز مرکز منځ کې یې په ځان پورې تړليو باروتو ته چاودنه ورکړې. ''

د عکس سرچینه، ABDURAHMANNOORIZADA
د کابل پولیس یوې سرچېنې تایید کړې، چې برید 'مهدي موعود ' نومې ښوونیز مرکز کې شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی. وسله والو طالبانو ویلي، دوی دغه برید نه دی کړی.
د کابل لوېدیځه برخه کې دا پر ښوونیزو مرکزونو دریم برید دی. له دې مخکې داعش ډلې د دوو بریدونو مسوولیت منلی و.
پر خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې برید په ټولګي کې شوی دی چې د زرپ له امله یې د ټولګي چت نړېدلی دی تر اوسه پوري کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
غبرګونونه
پر دغه ښوونیز مرکز برید ګڼو غندلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د برید د غندلو سربېره، د پېښې د هر اړخیزه ارزونې امر کړی.

د عکس سرچینه، president.gov.af
د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله دا برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د عکس سرچینه، @Abdullah
پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال دا پر زدکوونکو ''نه بخښونکی بشري جنایت'' بللی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای








