پلچرخي زندان کې د "۳۰۰۰" زندانیانو اعتصاب له اونۍ واوښت

د افغانستان په څرخي پله زندان کې شاوخوا ۳۰۰۰ زندانیان له څه باندې یوې اونۍ راهیسې د نه خوړو اعتصاب کړی دی. د بند په موده کې تخفیف، د اعدام سزا په اوږد مهاله بند اړول او اړوندو ولایتونو ته د زندانیانو استول د اعتصاب کوونکو له غوښتنو دي.
د حاجي خان په نامه یوه بندي له بي بي سي سره په ټیلیفوني اړیکې کې وویل، د جرم ډول په پام کې نه نیولو سره باید د ټولو لپاره تخفیف یو شان وي:
" چې لس شل کاله قید یې در کړ، نو وايي، نیمايي به تېروې او نیمايي يې تاته تخفیف دی. د حامد کرزي په وخت کې یې موږ ته ۷۵ تخفیف راکاوه. اوس دوی موږ ته ۵۰ سلنه تخفیف راکوي، هغه هم اکثر د مخدره موادو بندیانو ته ور کوي او نورو زندانیانو ته نه شته."
اعتصاب کوونکو ګواښ کړی که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د هغه کسان به، چې د نه خوړو اعتصاب له امله یې روغتیايي وضعیت ښه نه دی، له روغتیا يي مرستو بې برخې کړي.
د پلچرخي زندان چارواکي بیا وايي، د زندانیانو روغتیايي وضعیت کنترولوي او په وینا یې د هغو شاوخوا شپېته کسانو له ډلې چې خپلې خولې یې په سیخونو ګنډلې وې، دېرشو تنو یې سیخونه بیرته له خولې کښلي دي.
د افغانستان د زندانانو د ریاست ویاند عبادالله کریمي بي بي سي ته وویل، د زندانیانو غوښتنې یې تر مسوولو چارواکو رسولې، خو په وینا یې چې ځینې غوښتنې یې د قانون خلاف دي:
" د څرخي پله زندان او مخدره توکو محبس له ۳۵۰۰ تر ۴۰۰۰ زندانیانو اعتصاب کړی دی. دوی مشخصې غوښتنې لري، چې موږ د دوی غوښتنې مقاماتو سره شریکې کړې دي چې د دوی د ستونزې د حل لپاره تصمیم ونیسي."

د افغانستان د بشري حقونو چارواکي وايي، حکومت اجازه نه ده ورکړې چې د دغو بندیانو لیدو ته ورشي خو وايي له وضعیته یې خبر دي.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، حکومت باید د بندیانو غوښتنې واوري او د ناقانونه غوښتنو په تړاو باید قناعت ورکړي.
دی په حکومت غږ کوي چې د منځکړيتوب اجازه دې ورکړي چې له دواړو خوا سره وغږيږي:
" تقریبا د ډېرو اعتصاب کوونکو وضعیت کوما حالت ته تللی دی. مخکې له دې چې کومه انساني غمیزه رامنځته شي، دولت مکلف دی چې د زندانیانو غوښتنې واوري."
اعتصاب کوونکو بندیانو د نورو غوښتنو ترڅنګ د زندان دننه د بد وضعیت د ښه کېدو غوښتنه هم کړې ځکه وايي تر دې حالته یې مرګ ښه دی.
د بي بي سي یوه تازه رپوټ موندنو ښودلې چې د کمو اسانتیاوو له امله په دغه محبس کې عادي ناورغۍ په بې علاجه ناروغۍ بدلې شوې دي.
په رپوټ کې راغلي چې د نري رنځ، پوستکي ناروغیو او ناسم چاپېریال د بندیانو ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ کړی دی.

همدارنګه تېر کال په څرخي پله زندان کې دماغي نري رنځ یا دماغي تبرکلوز د ۱۵۰ زندانیانو نیم بدن فلج کړی و، خو د روان کال یوازې په لومړیو درېوو میاشتو کې۲۳۰ کسان په دغه ناروغۍ اخته شوي دي.
په همدې کال کې شاوخوا سل بندیان د بېلا بېلو ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د دغه زندان بلاکونه د نژدې څلور زره کسانو لپاره جوړ شوي وو، خو اوس پکې څه باندې لس زره بندیان ساتل کېږي.








