لس کاندیدان د پارلماني ټاکنو له لیسته ایستل شوي

    • Author, ملایکه احمدزۍ
    • دنده, بي بي سي

افغانستان کې د ټاکنیزو شکایتونو څېړلو یوه ځانګړي کمیسیون د پارلماني ټاکنو ۱۰ نوماندان له لیسته ایستلي او نژدې ۲۰ نورو ته يې خبرداری ورکړی دی. د دغه کمیسیون چارواکي وايي، له لیسته لرې شویو نوماندانو ته به د استیناف حق ورکړل شي.

د چارواکو په خبره، له لیسته بهر شويو کسانو ناقانونه وسله والو ډلو او د نشه يي توکو له قاچاق کوونکو سره لاس درلود. د دوی په وینا دې کې ځینو کسانو یې ځمکې غصب کړې او د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو سره یې مرسته کړې.

د ټاکنیزو شکایتونو څېړلو دغه ځانګړی کمیسیون تر اوسه د احتمالي نوماندانو په اړه له ۲۲۰ ډېر شکایتونه څېړلې، چې دوی ته رسېدلي دي.

په دغه کمیسیون کې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ، ملي امنیت، سیمه ییزو ارګانونو او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړي برخه لري.

د دغه کمیسیون مشري هم د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشر عبدالعزیز اریايي کوي. هغه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، لس کسان د کاندیدانو له لومړني لېسته لېرې شوي دي، خو نومونه یې یاد نه کړل.

د هغه په وینا:

'' نژدې د ټولو دوسیو څېړنې بشپړې شوې، لس تنه مو حذف کړي دي، ۱۳ تنو ته مو عادي خبرداری ور کړی، ۵ تنو ته مو جدي خبرداری ور کړی، ۵ تنو نور ته مو لارښونه کړې او ۲۱ شکایتونه مو رد کړي دي. ''

دغه کمیسیون مسوولین وايي، له لیسته بهر شويو یو شمېر کسانو له ناقانونه وسله والو او د نشه يي توکو قاچاق کوونکو ډلو سره غړیتوب درلود او همدارنګه ځینو یې د ځمکو په غضب کې لاس درلود او یا یې د بشري حقونو تر پښو لاندې کوونکو سره مرسته کړې.

ښاغلی اریايي وايي، دغه کسان د خلکو لخوا د شویو شکایتونو او اسنادو پر بنسټ حذف شوي خو دوی حق لري چې د استناف غوښتنه وکړي:

"هغو کسانو ته چې خبرداری ورکړی شوی، دا په دې مانا ده هغه سرغړونې چې له دوی نه کېږي په ځانګړي ډول په ناقانونه ډول د وسله والو کسانو لرل چې له دې وروسته دا ډېر جدي نیول کېږي.

دا خبرداری په داسې ډول ورکړی شوی چې وړاندې شوي اسناد او ثبوتونه د پرېکړې لپاره کافي نه وو، نو مونږ انتظار یوو ، هر وخت چې افغانان موږ ته قوي اسناد راوړي نو دغه کسان چې خبرداری ور کړلی شوی حذف به شي.

د جدي خبرداري په ترڅ کې یو پلان هم ور کول کېږي که دغه پلان یې عملي کړ نو ښه ده، که نه دوی هم د نوماندانو له لیسته لرې کېږي"

بلخوا د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د نوماندانو لېرې کولو د اقدام ملاتړ کړی.

د دغه ځانګړي کمیسیون د څېړنو او ارزونو وروستۍ پرېکړه باید پرون د ټاکنو کمیسیون ته استول شوې وای چې د نوماندانو وروستی لېست یې اعلان کړی وای، خو دغه ځانګړی کمیسیون وايي، د لېرې کړل شویو کاندیدانو وروستی لېست به راتلونکې اونۍ په ډاګه شي.

د ټاکنو کمیسیون مهال وېش پر بنسټ د نوماندانو وروستی نوملړ باید سبا د زمري پر ۱۲ اعلان شوی وای، خو د ټاکنو کمیسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي د دې ځنډ له کبله د شکایتونو پر ځانګړي کمیسیون نیوکه وکړه

په پام کې ده افغانستان کې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې د تلې میاشتې پر ۲۸ مه ترسره شي. نژدې ۲۷۰۰ کسانو د ولسي جرګې۲۵۰ څوکیو ته ځانونه نوماند کړي دي.