تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې په ځنډ کېږي
- Author, زمزمه نیازۍ
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ټاکل شوي وخت نه ترسره کېږي.
د دغه کمیسیون غړي سید حفیظ هاشمي بي بي سي ته وویل، ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره داسې نېټه اعلان کړي، چې بیا بدله نه شي.
د یادو ټاکنو ترسره کېدو لپاره څه موده وړاندې نېټه اعلان شوه او ټاکل شوې وه چې دغه ټاکنې به د راتلوتکي لمریز کال په اوړي کې ترسره شي.
پر وخت د ټاکنو د نه ترسره کېدو خبره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون داسې مهال کوي چې، څو ورځې وړاندې یې نوی مشر وټاکل شو.
د ټاکنو کمشنر سید حفیظ هاشمي وایي، د دوی په کمیسون کې پخواني ټکني کارونه او د پرمختګونو پروړاندې ځینې خنډونه پروخت د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نیولې.
نوموړی د دغو ستونزو له ډلې یوه یې د مشرتابه په ادلون بدلون د وخت ضایع کېده بولي.
د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، د دغه بهیر ترسره کېدو لپاره ۲۱۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده چې دغه کمیسون لا تراوسه نه ده ترلاسه کړې.
د کمیسون چارواکو په وینا اټکل شوی چې په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۱۳ میلیونه خلک ګډون وکړي، خو لا یې نوملړ نه دی جوړ شوی.
په ډېرو ولايتونو کې د ټاکنو کمیسون مشران نه دي ټاکل شوي. ترڅنګ یې د کمیسون د دارلانشا مشر څوکې لا هم تشه ده.
خو د ټاکنو کمیسون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد بیا په دې باور دی چې له ستونزو سره سره به بیا هم د ولسي جرګې ټاکنې په روان زېږدیز کال کې ترسره شي.
داسې هم ویل شوي چې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په یوه وخت ترسره شي. خو ښاغلی صیاد بیا دې ته په ځواب کې وايي، دا کار شونی نه برېښي.
دا دویم ځل دی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره اعلان شوې نېټه ځنډېږي. ټاکل شوې وه د ولسي جرګې ټاکنې د ۱۳۹۴ لمریز کال په غوایي میاشت کې ترسره شوې وای خو هغه مهال دولت دغه ټاکنې ترسره نه کړای شوې او ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ د ولسي جرګې کاري وخت تر راتلونکو پایلو وغځاوه.
نا امني او د بودیجې کمښت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لوی خنډونه یادېږي اوس چې له اصلي نېټې دوه کاله اوړي او بیا هم د ټاکنو د ځنډیو خبره کېږي حکومت به د خلکو له جدي پوښتنو سره مخ شي.