د ټاکنو خپلواک کمیسیون: 'د ټاکنو د نېټې بدلولو شونتیا نه شته'

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي ټاکنې به پر خپل وخت یعنې د راتلونکې تلې/میزان پر ۲۸مه ترسره شي چې د نېټې د بدلون شونتیا یې نه شته.
دغه کمیسیون په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ګني د ۹ میلیونه رایو ورکونکو شمېر کې درغلې شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلو اعلان شویو شمېرو او د ټاکنو بهیر پر روڼتیا ټینګار وکړ.
دغه کمیسیون د یو شمېر سیاسي ګوندونو رووستیو نیوکو په غبرګون کې وویل، چې د کره معلوماتو او ثبوت پر بنسټ باید نیوکې وکړي.
دوی وايي، هغه شمېرې یې چې اعلان کړې د سیستم له مخې هر سټیکر څارلی شي او دا یې رد کړه چې بازار کې پلورل شوي.
د ټاکنو کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وايي، اوس ناممکنه ده چې د ټاکنو په نېټه او قانون کې بدلون راشي او دوی خپلې چارې د همدې قانون له مخې ترسره کوي.
ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني او باتور دوستم د هغو ګوندونو او غونډې غړي وو چې د ټاکنو د روان بهیر درولو غوښتنه کړې وه.
دوی له کمیسیونه غوښتي و چې شوې نوملیکنه دې باطله اعلان کړي او د اعلان شویو شاوخوا نهه میلیونو رایه ورکونکو په شمېر یې هم شک ښودلی و.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون سربېره، نن په یوه غونډه کې افغان ولسمشر غني هم په خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدو باندې ټینګار وکړ.
د ټاکنو د روڼتیا څار ادارې مشر نعیم ایوبي زاده بیا وايي، د نوملیکنې بهیر پروړاندې ننګونې کمې نه وې، خو شوې نیوکې او ادعاوې باید په کلکه وڅېړلې شي.
د دې ترڅنګ نا امني او په غزني کې د حوزوي ټاکنو پر سر د خلکو ترمنځ ناجوړجاړی د ټاکنو کمیسیون پروړاندې له نورو هغو خنډونو څخه دي چې د ټاکنو بهیر ننګوي.
د ټاکنو کمیسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي وايي، که د ناامنیو له کبله ځینې ولسوالۍ له ټاکنو پاتې هم شي په هر حالت کې به ټاکنې ترسره کوي.
ښاغلي هاشمي د غزني وګړو ته دا خبرداری هم ورکړ چې خپل منځ کې سره جوړ شي، که نه هره ورځ ځنډ به د تلې پر ۲۸مه غزني کې د ټاکنو نه ترسره کېدو لامل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ده وویل، که دا حالت رامنځ ته شي، نو د قانون له مخې به دوی ځانګړې کمیټې ته مخه کړي چې د غزني د ټاکنو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.
په ورته وخت کې، د ټاکنو کمیسیون له حکومته په کلکه وغوښتل، چې د مخکېني سپارل شوي لیست له منځه ژر تر ژره د دارالانشا مشر ورته وټاکي چې په وینا یې د نه شتون له کبله یې په چارو کې تشه رامنځ ته شوې ده.









