په ترکیه کې د افغان ولسمشر د دوو مرستیالانو ليدنه

د عکس سرچینه، VPO
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش چې د ترکيې پلازمينې انقرې ته د هغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوړې په مراسمو کې ګډون ته تللی و، د ولسمشر له لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم سره کتلي دي.
د افغانستان د ولسمشر د لومړي او دویم مرستیال دفترونه په کابل کې په یوه ودانۍ کې په لومړي او دویم پوړ کې دي، خو دا له هغې راهیسې چې جنرال دوستم ترکيې ته تللی، د دواړو لومړنۍ رسمي ليدنه وه.
عبدالرشید دوستم چې د احمد اېشچي په جنسي ځورونه تورن شو، خپل کاري دفتر ته له څه مودې نه تګ وروسته ترکيې ته لاړ.
د افغانستان ولسمشر ترکيې ته د نوموړي د تګ په اړه ویلي و چې د ولسمشر د لومړي مرستیال مسله عدلي او قضايي ده او هغه د افغانستان د لویې څارنوالۍ په اجازه ترکيې ته سفر کړی.
له هغې وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې عبدالرشید دوستم افغانستان ته د تلو هڅه کړې، خو الوتکې ته يې د افغانستان د شمالي بلخ ولایت په هوايي ډګر کې د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د ښاغلي دوستم او د ملي وحدت د حکومت تر منځ اختلافونه په دې وروستيو کې نور هم ډېر شول.
د روانې جولای میاشتې په پنځمه د جنرال دوستم یو قوماندان نظام الدین قیصاري ونيول شول چې ورپسې د هغه د خلاصېدو او د جنرال دوستم د بېرته راستنېدو د غوښتنې لپاره لاريونونه هم وشول.
د افغانستان د ولسمشر د دویم مرستیال د دفتر په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاغلي دانش او دوستم تر منځ خبرې په دوستانه فضا کې ترسره شوې.
د دغه دفتر په وینا دواړو لورو په هېواد کې په تېرېدونکو پېښو او د سولې او ملي تفاهم په اړتيا خبرې وکړې او د مخامخ او رغندو خبرو له لارې يې د بېلابېلو مسایلو د حل په اړتیا ټنیګار کړی.
ښاغلي دانش دوستم ستر او ملي اغېز ښندونکی شخصیت بللی. ښاغلي دوستم هم "په اوسنیو حساسو شرایطو کې په يووالي او د ستونزو په حل او د سينېه په پراخ ساتلو" ټنیګار کړی.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال هیله ښودلې چې ستونزې به د باور په فضا کې د متقابلې همکارۍ او همپالنې له لارې ډېر ژر حل شي.









