سعودي کې افغان جګړه د شریعت له مخې ارزول کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو د اسلامي نړۍ هېوادونو کنفرانس په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.
په دغه ناسته کې د افغانستان او پاکستان په ګډون د ۳۷ هېوادونو دیني عالمان برخه اخلي.
تراوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي کنه، خو د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښيي چې طالبان هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
دا کنفرانس د سعودي عربستان او اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په همکارۍ روانه اونۍ کې د سعودي جده ښار کې جوړېږي.
دا ناسته د افغانستان په وړاندیز او د سعودي د شاهي دولت په کوربتوب پلان شوی او د ۳۷ اسلامي هېوادونو دیني عالمانو منلې چې برخه به پکې اخلي.
د افغانستان د سولې شورا ویاند احسان الله طاهري په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان روانه جګړه د اسلامي شریعت له مخې ارزول کېږي:
"د افغانستان د سولې او ثبات او اوسنۍ جګړه د اسلام له نظره ارزول کېږي. د اسلامي نړۍ علماء چې هر ډول پرېکړه ونیسي، د افغانستان د خلکو لپاره ډېره مهمه او ګټوره ده؛ ځکه چې په اسلامي لارښوونو کې جګړه مردوده، سوله، تفاهم او خبرې اسلامي لارښوونو کې لومړی مقام لري."
تر اوسه څرګنده نه ده چې وسله وال طالبان دغې ناستې ته وربلل شوي او که نه، خو د افغانستان د سولې عالي شورا پر دې باور ده چې د افغان سولې بهیر په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو اجماع او په ځانګړي ډول د سعودي عربستان ملاتړ په دې هېواد کې پر روان وضعیت مثبت اغېز وکړي.
افغان دولت له څه مودې راهیسې له بېلابېلو سیاسي او مذهبي لارو په کارولو هڅه کړې چې په دې هېواد کې د سولې بهیر لپاره د سیمې او نړۍ هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
'افغان جګړه ناروا ده'
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان له بېلابېلو سیمو سلګونه دیني عالمان په کابل کې راټول شول او د فتوا په صادرولو سره یې په دې هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله.
تر دې وړاندې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د اندونیزیا په بوګور ښار کې د یوې ناستې په ترڅ کې ځانمرګي بریدونه د اسلام د اصولو خلاف وبلل او په افغانستان کې یې د حکومت له مخالفانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
طالبانو په تېرو ۱۷ کلونو کې په لومړي ځل سږ کال د تېر کوچني اختر په ورځو کې له دولت سره لنډمهالی اوربند وکړ.
دغې ډلې تل د افغانستان د دولت د سولې وړاندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې یوازې له امریکا سره خبرو ته چمتو ده، خو امریکا د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی دی.













