افغانستان 'له پاکستان سره د عمل پلان' پلي کېدل غواړي

افغان چارواکو د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وغوښتل چې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان پاکستان عمل پلان پلی کړي.

د دې پلان له مخې کابل او اسلام اباد هوکړه کړې چې افغانستان کې د سولې را وستلو او تاوتریخوالي کمولو کې همکاري وکړي.

د پاکستان دغه لوړ پوړی پوځي مشر د سې شنبې په ورځ کابل ته لاړ او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

ارګ وايي، د دواړو لورو د خبرو اصل ټکي د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان پلي کول و، چې له ترهګرۍ سره مبازره، تاوتریخوالی کمول او د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې خبرې پکې شاملې دي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د دواړو لورو لوړپوړو چارواکو د عمل پلان پر پلي کولو ډېرې خبرې کړې دي او دا سفر هم د همغې لړۍ یوه کړۍ ده.

د ښاغلي مرتضوي په خبره، د دې پلان په پلي کېدلو سره "باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ بنسټیزې او تاریخي ستونزې اوارې شي".

د افغانستان غوښتنه

شاه حسین مرتضوي وايي، له پاکستاني پلاوي سره لیدنه کې د افغان لوري ټینګار او غوښتنه دا وه چې څنګه د دې پلان مادې د کاغذ پر ځای عمل کې پلې شي.

ښاغلی مرتضوي په دې باور دی چې د دې پلان د پلي کېدو لپاره لا ډېرې خبرې او ناستې ضروري دي.

څه مهال مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر اسلام اباد ته لاړ او له لوړ پوړو پاکستانیو چارواکو سره یې ولیدل.

ښاغلي اتمر په هغه سفر کې د پیوستون او سولې لپاره د عمل پلان خبرې درلودې.

له هغه سره په سفر کې د افغانستان د کورینو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت لوی مشر معصوم ستانکزی هم ملګري وو.

له دې مخکې ارګ ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړولو لپاره د ټولو غوراویو هرکلی کوي.

د عمل پلان ۷ اصول

د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان بشپړ سند خپور شوی نه دی، خو مهم ټکي یې لاندې اووه اصول بلل کېږي.

۱ - پاکستان د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په ملکیت د سولې او پخلاینې ملاتړ کوي.

۲ - دواړه لوري د هغو فراریانو او نه پخلا کېدونکو عناصرو پرضد اغېزناک ګامونه پورته کوي چې یو د دغو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

۳ - دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو لپاره نه کارېږي.

۴ - د توافق شویو اصولو د پلي کولو لپاره باید د اړیکو د مدیرانو له لارې د ارزونې او همغږۍ او تثبیت ګډ میکانیزم جوړ شي.

۵ - دواړه هېوادونه د یو بل سیمه کې د ځمکني او هوايي تاوتریخوالي مخنیوي ته ژمن دي.

۶ - دواړه لوري د عامه تورونو لوبې د مخنیوي او اندېښمنوونکو او جنجالي مسلو ته د ځواب ویلو لپاره د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان (APAPPS) د همغږۍ میکانېزم کاروي.

۷ - د سولې او پیوستون لپاره د افغان - پاک عمل پلان د پلي کولو او د پورتنیو اصولو د پلي کولو لپاره کار ډلې او همغږۍ میکانیزم جوړوي.