تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د داعش له خبرداري وروسته په ننګرهار کې لسګونه ښوونځي تړل شوي
د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې له خبرداري وروسته د ننګرهار په جلال آباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې نژدې ۸۰ ښوونځي تړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د پوهنې رییس حسیب شینواري تایید کړې چې له امنیتي خبرداریو وروسته دغه ښوونځي تړل شوي.
نوموړی وایي دا ښوونځي په داسې حال کې تړل کېږي چې د کال د وروستیو ازموینو یوازې یوه یې پاتې وه، چې وروسته به واخیستل شي.
د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وایي په ښار کې د نجونو ښوونځي شاوخوا امنیتي کسان لیدل کېږي.
په هغه اعلامیه کې چې د داعش ډلې د یکشنبې په ورځ خپره کړه او د ننګرهار د خلکو له خوا پر خواله رسنۍ خپره شوه، راغلي چې "د امریکا او افغان ځواکونو په هوایي بمباریو کې د وژل شویو ماشومانو د انتقام" له کبله د نجونو ښوونځي تر بریدونو لاندې راولي.
په دې اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي چې خپلې لورانې ښوونځي ته وانه ستوي.
د دې اعلامیې کره والی لا تر اوسه نه دی تایید شوی.
د دې اعلامیې له نشر وروسته نن د سه شنبې پر ورځ د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ د نجونو پر یوه ښوونځي برید شوی چې مرګژوبله نه لري.
دوه ورځې مخکې هم د یاد ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د نجونو یوه ښوونځي سره برید چاودنه کې دوه کسان ټپیان شول.
نا امني نه یوازې په ننګرهار بلکې د افغانستان په نورو برخو کې هم د ښوونځیو تړلو لامل شوې.
دولتي چارواکي وایي د زرو شاوخوا ښوونځي د هېواد په بېلابېلو ولایاتو کې د نا امنۍ له امله تړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې صندوق (یونسیف) وایي د افغانستان نیمایي ماشومان ښوونځیو ته نه ځي، او تر ټولو مهم لامل یې د امنیت نه شتون دی.