تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونیسف: د افغانستان نیمايي ماشومان ښوونځي ته نه ځي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د روانې جګړې او ناامنیو له کبله د دغه هېواد نیمايي ماشومان ښوونځي ته له تللو بې برخې کړي دي.
په یاد راپور کې راغلي، نیمايي ماشومان د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ عمرونه لري، په دې معنا چې ۳٫۷ میلیون ماشومان افغانستان کې ښوونځي ته له تللو محروم دي.
یونیسف وايي، له ۲۰۰۲ کال راپدېخوا ښوونځیو ته د ماشومانو د نه تګ چاره ډېره شوې ده.
رپوټ وايي، له ښوونځي د محرومو شویو ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې دي. دا شمېر په ولایتونو کې په ډېرېدا دی.
د یونیسف د راپور له مخې، په کندهار، هلمند، میدان وردګو، پکتیکا، زابل او ارزګان ولایتونو کې ۸۴ سلنه نجونې ښوونځي ته نه ځي.
په راپور کې دا هم راغلي، چې د نامنیو سربېره، بې ځایه کېدل او په ټیټ عمر ودېدل، د ښځینه ښوونکو کمی او ښوونځیو کې د امکاناتو نشتوالی تر ډېره له ښوونځیو د نجونو او ماشومانو د پاتې کېدو لوی لاملونه دي.
د افغان دولت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې نژدې زر ښوونځي د ناامنیو له کبله تړلي دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازې ادیل خضر وویل، که څه هم په رپوټ کې وړاندې شوې شمېرې اندېښمنوونکې دي، خو راتلونکې کې هیله شته.
هغې وویل، له ښوونځیو د ماشومانو د محرومو پاتې کېدو له کبله له هغوی نه د ناوړه ګټې اخیستو ته لمن وهل کېږي.
د یونیسف تازه رپوټ کې غوښتنه شوې، په هغو ولایتونو کې چې له ښوونځیو د نجونو د محرومیت کچه په کې لوړه ده، د مذهبي مشرانو له خوا ښوونځیو ته د نجونو تګ ته کورنۍ او وګړي وهڅوي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۷ ښوونيز کال د پیل مراسمو کې د ښوونې او روزنې کال اعلان کړ چې په وینا یې، دولتي ارګانونو ته یې سپارښتنه کړې چې په هېواد کې د تعلیم لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.