کابل کې د یوې ښځې او څلورو سړو صحرايي محاکمه

پر خواله رسنیو یوه وېډیو خپره شوې، چې ځینې کسان ځانونه پکې "مجاهدین" معرفي کوي، څلور سړي او یوه ښځه د کابل قره باغ ولسوالۍ کې د "اخلاقي فساد" په تور محاکمه کوي. په وېډیو کې په خاورو سپېره کسان ښودل کېږي چې وايي "خوشحاله دي چې شریعت پرې پلی شوی".
که څه هم تر اوسه ددغو کسانو چې ځانونه "مجاهدین" بولي، هویت نه دی په ډاګه شوی، خو وسله والو طالبانو ویلي، څېړنه کوي چې دا پېښه د دوی د کسانو اړونده ده او که نه.
په وېډیو کې له خپرو شویو خبرو ښکاري چې دا وېډیو دوې ورځې وړاندې (د روژې پر ۱۵مه) ثبت شوې ده.
په وېډیو کې نیول شوي کسان هغه چا ته د "ملا صاحب" خطاب کوي، چې له دوی پوښتنې کوي.
وېډیو د شپې اخیستل شوې او تیاره ښکاري. دغه کسان د کامرې مخې ته په دري غږېږي.
له هر یوه نیول شوي نه د خپل نوم، د پلار نوم او د کلي پوښتنه کېږي او پر خپل جرم اعتراف کوي، دوی وايي، که بل ځل په دې تور ونیول شي، "مجاهدین" هر ډول چلند ورسره کولی شي.
ټول نیول شوي وايي: "د شریعت له تطبیقېدو ډېر خوشحاله دي".
د نیول شوې ښځې یوه ځانګړې وېډیو هم خپره شوې، چې پوښتونکي ورته وايي، د څومره پیسو مقابل کې له دغو سړو سره د څووم ځل لپاره دلته راغلې ده.
ښځه چې تور ټیکری لري، په ژړغوني غږ وايي، دا یې اول ځل دی.
له ښځې په ټینګار پوښتل کېږي، چې ایا مجاهدینو خو به نه وي ځورولې یا وهلې یا خو به یې کوم شی نه وي ورنه اخیستی؟ دا وايي نه.
د کابل پولیسو د رسنیو برخې سلاکار حشمت ستانکزی وايي، تر اوسه په قره باغ ولسوالۍ کې ددغې پېښې د رامنځ ته کېدو خبر نه شي تاییدولی.
دی وايي، د قره باغ پولیس او ملي امنیت ته ویل شوي چې په ګډه ددې پېښې په اړه څېړنه وکړي او حقیقت معلوم کړي.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي، د کابل قره باغ ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفین په ښکاره فعالیت نه لري او په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له حضور نه هم اندېښمن نه دي.
د قره باغ ولسوال محمد عظیم هم وايي، د یادې پېښې د عاملینو د هویت په اړه اوس څه نه شي ویلی او په اړه یې څېړنه روانه ده.

د قره باغ ولسوالۍ استازی حاجي باز محمد وايي، په دې ولسوالۍ کې طالبان شته چې په وینا یې طالب جنګیالي مشخص ځای نه لري، خو د شپې په دې ولسوالۍ کې ګرځي راګرځي.
یاده وېډیو پر خواله رسنیو ډېره لاس په لاس شوې او خلکو پرې بېلابېل غبرګونونه هم ښودلي دي.
ځینو خواله رسنیو کارنو افغانستان کې د دا ډول کسانو محاکمه کول ستایلي، خو ځینو نورو بیا له دغو کسانو سره دا ډول چلند د هغوی د عزت پایمالول بللي، چې په اسلام کې جواز نه لري.
ځینو بیا د قره باغ په څېر سیمو کې د دولت د واکمنۍ په اړه پوښتلي دي.
وړاندې هم د طالبانو او نا مسؤولو وسله والو له لوري د ځینو صحرايي محکمو وېډیوګانې خپرې شوې دي.

د عکس سرچینه، Hashmat Stanikzai/facebook








