لوګر کې چارواکي: ۵ دقیقو کې مو د وسلوالو ډله ییز برید ختم کړ

د عکس سرچینه، .
لوګر کې چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز پل عالم کې څلورو وسلوالو سهار پنځه بجې(د چهارشنبې په ورځ د مۍ ۳۰) پر لومړۍ امنیتي حوزه برید وکړ، خو پنځو دقیقو مقاومت وروسته یې دا برید ختم کړ.
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاه پور احمدزي د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته وویل، لومړی یوه ځانمرګي د حوزې په خوله کې موټر بم چاودنه وړه، چې د نورو دریو بریدګرو لپاره پر حوزه برید ته لار برابره کړه.
د پېښې له ځای سره د پېژندپاڼو د وېش مرکز او د ترافیکو ریاست هم نږدې دي.
د هغه په خبره، په موټر بم چاودنه پسې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
"له پنځه دقیقې نښتې وروسته ټول بریدګر ووژل شول".
ځايي خلک هم وايي، چې حوزه کې یې د نږدې لسو دقیقو لپاره ډزونه اورېدل او وروسته کراري شوه.
شاه پور احمدزی په برید کې د حوزې د مشر خان اغا په ګډون دریو پولیسو د وژلو او د ولسي وګړو په ګډون د ۱۲ پولیسو د ټي کېدو خبره کوي.

د عکس سرچینه، IDLG/facebook
خو د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزی وایي، په دغه برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي:
"دوه ترافیک پولیس او درې امنیتي پولیس دي".
نوموړی زیاتوي چې په برید کې ۷ پولیس ژوبل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی او وايي افغان امنیتي ځواکونو ته یې ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.
لوګر چې له کابل سره ګاونډ کې پروت ولایت دی، په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نازک بلل کېږي.









