فراه کې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې ضد و نقیضې شمېرې

تېره شپه وسله والو طالبانو د افغانستان د لوېدیځ فراه، د ښار په مربوطاتو او همدارنګه د بالابلوک او لاش او جوین ولسوالیو کې پر څو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي. امنیتي چارواکي په دغو بریدونو کې د افغان سرتېرو مرګ ژوبله مني، د شمېر په اړه یې یوه خوله نه دي.
د فراه ولایت یوه لوړ پوړي نظامي چارواکي بي بي سي ته وویل، د وژل شویو سرتېرو شمېر څه باندې ۳۰ کسانو ته رسېږي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر بیا وايي، د طالبانو په ډله ییز برید کې تر ۴۰ ډېر افغان سرتېري وژل شوي دي، د والي ویاند بیا وايي، په یاد برید کې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د امنیتي ځواکونو یوه لوړ پوړي نظامي چارواکي بي بي سي ته وویل په دغه بریدونو کې څه باندې ۳۰ سرتېري وژل شوي دي.
ویل کېږي د بالابلوک په سیمه کې د امنیتي ځواکونه او د عامه نظم د ځواکونو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي دي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر فرید بختور وايي:
"ټولټال ۵۱ تنه ټپي او وژل شوي دي، له دغې ډلې ۶ تنه ټپيان او نور وژل شوي دي. په یوه سیمه کې ۲۳ یا هم ۲۴ کسان او په بله کې لس یا پنځلس کسان یوځای وژل شوي دي."
د ښاغلي بختور په وینا د لاش او جوین په ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د فراه د والي دفتر بیا وايي په دغه نښتو کې پنځه تنه ټپيان او ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، FMIC
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ ځیني وسلې او مهمات هم لاس ته ورغلي دي.
فراه د افغانستان په لوېدیځ کې ناامنه ولایت دی چې په ډېرو ولسوالیو کې یې طالبان شته.
په تېرو دوو کلونو کې طالبانو ان د دغه ولایت د ښار پر دروازو هم ډله ییز بریدونه کړي دي.









