اندونیزیا کې د علماو ناسته: ځانمرګي بریدونه د اسلامي اصولو خلاف دي

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د اندونیزیا په بوګور ښار کې په ګډه ناسته کې په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه د اسلامي شریعت خلاف کړنه بللې ده. دوی له ښکېلو خواوو غوښتي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
دغه ناسته نن جمعه د مۍ ۱۱مه د اندونیزیايي دیني عالمانو په کوربتوب جوړه شوې وه او د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو هم پکې برخه اخیستې وه.
دغو علماو په اعلامیه کې د دیني سختدریځۍ او د افغانستان په ګډون اسلامي هېوادونو کې تاوتریخوالي په اړه اندېښنې څرګندې کړې.
په دغه ناسته کې د افغانستان ۲۰ دیني عالمان او یوشمېر پاکستاني او اندونیزيايي دیني عالمانو د اندونیزیا بوګور ښار کې ګډون کړی وو.
افغانستان د سختدریځۍ پر وړاندې مبارزه کې د پاکستاني عالمانو ونډه مهمه بولي، نو ځکه یې له هغو رسما په دغه غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه.
د دغې ناستې عالمانو طالبانو ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وړاندیز هم ستایلی دی. هغه وړاندیز چې خپله ولسمشر هم بې ساری بللی دی.
افغان دولت څو میاشتې وړاندې د کابل په دویمه ناسته کې اعلان وکړ چې له هر ډول مخشرط پرته له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی. طالبان تر اوربند وروسته د سیاسي ګوند په توګه وپېژني او د اړتیا پر مهال اساسي قانون تعدیل کړي، خو وسله والو طالبانو وویل، له افغان دولت سره د سولې خبرو ته چمتو نه دي.
په غونډه کې وتلي ګډونوال د افغانستان د علماو سراسري شورا مشر قیام الدین کشاف، د کابل مخکښ خطیب مولوي عنایت الله بلیغ ، د پاکستان د اسلامي نظریاتو پروفیسور قبله ایاز، مولانا سمیع الحق چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي، مولانا انوار الحق او د اندونیزیا د علماو شورا مشر بلل شوي ول.
نژدې یو کال وړاندې د پاکستان د دیني مدرسو مهمو علماوو په یوه فتوی کې ترهګري او دیني افراطیت وغانده، په فتوی کې ځانمرګي برید کوونکي یې خاین وبلل.
په دغه فتوی کې ویل شوي ول، ''پاکستان یو اسلامي هېواد دی او د اسلامي شریعت د نافذولو په نوم چې هر ډول تاوتریخوالی کېږي، هغه د اسلام له نظره قطعاً حرام عمل دی او هغه څوک چې په پاکستان کې په همدې پلمه له زور او وسله والو فعالیتونو کار اخلي باغي بلل کیږي.''
تمه دا وه چې د اندونیزیا د غونډې ګډونوال به افغانستان کې د روانې جګړې د روا والي یا ناروا والي په اړه فتوا صادره کړي خو غونډه په یوې ۱۲ مادییزې اعلامیې پای ته ورسېده چې د تاوتریخوالي په ناوړه اغېزو څرخېده.
د یادو دریو هېوادونو د علماو په ګډه اعلامیه کې چې د افغانستان دیني عالم عطاالله لودین ولوسته د افغانستان په ګډون اسلامي نړۍ کې په سوله ټینګار شوی.

د عکس سرچینه، Arg
د اعلامیې په نهمه ماده کې تاوتریخوالي او ترهګرۍ ته په اشارې سره دغو عالمانو د ملکیانو وژل او ځان مرګي بریدونه د اسلامي اصولو خلاف بللي دي.
افغانستان کې ځان مرګي بریدونه تر ډېره طالبان او اسلامي دولت نومې ډله داعش کوي، چې د ملګرو ملتونو په خبره په ډېرو هغو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
طالبانو له دې وړاندې د اندونیزیا له غونډې سره مخالفت ښودلی و، خو د نننۍ غونډې په اړه یې تراوسه رسمي دریځ نه دی روښانه کړی.
د اندونیزیا ولسمشر "جوکو ویدودو" د دغې ناستې د پرانیستې په وینا کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې مرستې ته چمتو دی.
هغه د غونډې له ګډونوالو غوښتي، په افغانستان کې د سولې او افغانانو د هوسا ژوند لپاره ګام واخلي.
د دغې ناستې موکه په تېر ژمي کې کابل ته د اندونیزیا د ولسمشر "جوکو ویدودو" د سفر پر مهال برابره شوه. د اندونیزیا ولسمشر کابو ۶۰ کاله وروسته افغانستان ته سفر کړی و.
اندونیزیا د نړۍ د لوی اسلامي هېواد په توګه غواړي د افغانستان د سولې په بهیر کې رول ولوبوي او پر پاکستان د خپل نفوذ په کارولو دغه هېواد د افغانستان په سوله کې مرستې ته وهڅوي.
د افغانستان د سولې شورا مشر محمد کریم خلیلي هم ویلي، دغه ناسته کولی شي د افغانستان او پاکستان له ثبات سره مرسته وکړي او همدارنګه د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولیزې ناسته ته لاره هواره کړي.

د عکس سرچینه، HPC
افغان حکومت اوس هڅې پيل کړي چې د جګړې د ډېریدو ترڅنګ له سوله ییزو لارو هم د افغانستان جګړې ته د حل لارې ومومي. په دې حل لاره کې د علماو رول د پام وړ یاد شوی دی.
ټاکل شوې تر راتلونکو شاوخوا دوو میاشتو پورې د سعودي په جدې ښار کې د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان د افغانستان د جګړې په اړه یوه ورته غونډه ولري.










