غني: کرېکټ لوبغاړي بهر کې د افغانستان ریښتوني استازي دي

د عکس سرچینه، ارګ
افغان ولسمشر وايي، د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د ده او ولس ویاړ او بهر کې د افغانستان ریښتوني استازي دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې محمد اشرف غني له دې لوبغاړو سره په لیدنه کې دا خبره وکړه.
"تاسو د هېواد واقعي سفیران یاست چې ټول ولس او زه درباندې ویاړم".
ولسمشر غني د دغو افغان لوبغاړو بریاوې وستایلې او د غازي محمد ایوب خان مډالونه او نغدې جایزې یې هم ور کړې.
دا ګام په داسې مهال دی چې کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته بریالۍ شوې ده.
پر دې بریا سربېره د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشل څه مهال مخکې بي بي سی ته وویل، چې کرېکټ نړیواله شورا کې هم افغان لوبډلې ته تلپاتې غړیتوب ور کړل شوی دی.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال د کرېکټ ملي شورا غړی شو.
د افغان لوبډلې لوبغاړي اوس پر خپله ډله سربېره بهر کې لېګونو کې هم لوبېږي.
د دې لوبډلې درې لوبغاړي راشد خان ارمان، محمد نبي عیساخېل او مجیب ځدراڼ دا مهال ای پي اېل یا د هند غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي.

د عکس سرچینه، ارگ
ولسمشر غني په ارګ کې د کرېکټ ملي لوبډلې له لوبغاړو سره لیدنه کې وویل، د کرېکټ لوبغاړي د داسې هېواد استازي کوي چې تل یې نوم له جنګ او مرګ سره تړلی دی:
"مګر تاسو د ژوند کلیمه ورزیاته کړه.ټولو ته مو په خپلو کوښښونو او بریاوو دا وښوده چې افغانان په منظمه او منسجمه توګه داسې ویاړونه او اتلولۍ ګټلی شي چې ټول ورباندې وویاړي".
نوموړي د افغان لوبډلې مدیریت او بهر کې ډیسپلین هم وستایه.
"تاسو د افغانستان ډیسپلین د نړیوالو په ژبه راوړ او زما ارزو دا ده چې ډیسپلین په ټول هېواد کې دود شي".
افغان ولسمشر دا هم وویل، چې افغان کرېکټ ملي لوبډله خپلواکه ده:
"لوبه تاسو کوئ او ګټئ، نو له دې امله سیاسي مداخلې په ملي لوبډله کې ځای نه لري او په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي".

د عکس سرچینه، ارگ
خو د کرېکټ ملي لوبډله کې د لوبغاړو غوره کولو لپاره د وکیلانو او نورو غوښتنې هغه څه دي چې د دې ادارې چارواکو وخت ناوخت ترې سر ټکولی دی.
د کرېکټ بورډ مشر تېره اونۍ هم خبري غونډه کې په ټینګار سره وویل، چې په دغه اداره کې د چا لاسوهنه نه مني.








