ننګرهار: پر ملکي موټر چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

.

د ننګرهار سیمه ييز چارواکي وایي، په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ولسي خلکو په ډاټسن موټر سړک غاړې ماین چاودلی چې ۵ کسان یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه جمعه، د اپرېل ۲۰مه، سهار ۹ بجې د پاپین کمپ سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۵ تنه وژل شوي او د دوو مېرمنو او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۴تنه ټپيان دي.

د سيمې يو قومي مشر معتبر خان چې ټپيان یې روغتون ته لېږدولي، بي بي سي ته وویل: "ما څه ټپيان غواګۍ موټر کې راواچول او صحت عامې مې ته مې راوړل، چي ماشومان او ښځې پکې وې."

نوموړي زیاته کړه، په ډاټسن کې سپاره خلک خپلوان وو او له یوې ښادۍ بېرته جلال اباد ښار ته ستنېدل چې چاودنه پرې شوې ده.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډله نه دی منلی.

د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د دولت دوه مخالفې وسله والې ډلې (طالبان او داعش) فعالې دي چې وخت ناوخت یې له دولتي ځواکونو سره د نښتو راپورونه ور کول کېږي.