د کندهار چاودنه کې د 'چټک غبرګون' قومندان وژل شوی

د افغانستان د سویلي ولایت کندهار په ښار کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قطعې د قومندان جانان افغان پر موټر چاودنه شوې چې امله یي قومندان له ۳ ساتونکو سره وژل شوی او ۳ ساتونکي یې ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قومندان سکرتر قسیم خان په سیمه کې د بي بي سي خبریال مامون دراني ته ویلي، پېښه د اپرېل ۱۸مه سهار ۹ بجې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه پورې د چاودنې د نوعیت په اړه کره معلومات نه شته، خو په سیمه کې یوه عیني شاهد بي بي سي ته ویلي، چاودنه د قومندان جانان افغان په موټر پورې د نښتي ماین له امله رامنځته شوې ده.

د کندهار میرویس روغتون کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دوی ته د پېښې له ځایه ۳ مړي او ۳ ټپیان ور وړل شوي دي.

ویل کېږی جانان افغان د کندهار د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له نږدې کسانو څخه و.

وسله والو طالبانو د چاودنې مسوولیت منلی دی.

کندهار چې پر ډیورنډ کرښه پروت دی، د اففانستان د سوېل له نسبتا امنو ولایتونو دی چې د وسله والو طالبانو د را څرګندېدو لومړینۍ مېنه ده.

نور جزیات وروسته