تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کندهار په خاکریز کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې
- Author, مامون درانی
- دنده, بي بي سي کندهار
د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کي د ګوزڼ (پولیو) یوه نوې پېښه ثبت شوې، چې د دغې نوې پېښې سره په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د دغه ناروغانو شمېر شپږو ته لوړ شو، چي يوزاې څلور یې په کندهار کې دي.
ګوزڼ وهلی ماشوم يو کلن دی او د خاکریز ولسوالۍ د باغکي سیمي اوسېدونکی دی.
کندهار کې د کتلوي معافیت د پروګرام مشر ډاکټر عبدالشکور نصرت وایي، دغه ماشوم د شاولیکوټ څخه خاکریز ته تللی او د لارې په اوږدو کې يې یو ځل د ګوزڼ ضد واکسین هم کړي وو.
ښاغلی نصرت وایي، چي په خاکریز ولسوالۍ کي د تېرو نهو میاشتو راهیسې د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین بندیز و، د نوموړي په خبره تمه لري چې راتلونکي کمپاین کې به اجازه ورکړل شي.
دی وايي، وړاندې وسله والو د ګوزڼ ضد رضاکارانو ته یوازې په خاکریز ولسوالۍ کې جومات په جومات د دغه کمپاین اجازه ورکړې وه، خو وايي اوس به کور په کور دغه کمپاین ترسره کېږي .
په روان ۲۰۱۸ کال کې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چي د پولیو پېښې په کې ثبت شوې دي .