د غزني برید کې ولسوال او ګن کسان وژل شوي

د افغانستان د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه پر خواجه عمري ولسوالۍ برید کړی چې له امله یې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د غزني امنیه قومندانۍ د امنیت امر رمضان علي محسني بي بي سي ته وویل، پر خواجه عمري ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په برید کې د ولسوال دوست شمس او د دغې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د غزني امینه قومندان محمد زمان په سیمه کې د بي بي سي همکار اسدالله جلالزي ته ویلي، وسله والو طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ ته اور اچولی او د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی.

ویل کېږي چې د څه باندې یو ساعت لپاره د ولسوالۍ کنټرول له وسله والو طالبانو سره و، خو دمګړۍ د ولسوالۍ په مرکز کې افغان امنیتي ځواکونه مېشت شوي دي.

دولتي چارواکي وايي، پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو د برید په غبرګون کې یې پر سیمه له هوا ګوزارونه کړي چې له امله یې ۴۵ طالبان وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه دوی ته افغان ځواکونو له لوري د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعا کوي چې د خواجه عمري ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ یې په ولکه کې دي.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري وايي، وسله وال طالبان له میدان وردګ څخه غزني ولایت ته ورغلي وو.

د هغه په خبره، د طالب وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته د شپې له ۲ د سهار تر ۵ بجو روانه وه .

د خواجه عمري ولسوالۍ د غزني ولایت په ختیځ شل کیلو مترۍ کې پرته ده. دا ولسوالۍ د غزني له امنو ولسوالیو ګڼل کېده، چې تر دې وړاندې پکې ورته امنیتي پېښې نه وې رامنځته شوې .