تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نا معلومو کسانو غزني کې زیارت په بمونو ویجاړ کړی
ناپېژانده کسانو د غزني ښار ختیځه څنډه کې د نظرګاه حضرت علي په نامه زیارت چې په سخي صاحب هم مشهور و په بمونو ویجاړ کړی دی.
د غزني د والي ویاند عارف نوري بي بي سي ته وویل، د دې پېښې په اړوند یې تر اوسه څوک نه دي پېژندلي خو وايي، دا د هغو سخت دریځو ډلو کار دی چې زیارتونو ته درناوی نه لري.
یاد زیارت په غزني کې تاریخي او د زرګونه خلکو میله ځای بلل کیږي چې د کال په لومړۍ ورځ نوروز کې به هم جوپې جوپې خلک ورتلل.
تراوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید مسولیت نه دی منلی. دغه زیارت چې د سخي ګذرګاه بلل کېږي، د غزني ختیځ غرنۍ سیمه کې موقعیت لري.
د کال په لومړۍ ورځ معمولاً د غزني ښار او شاوخوا سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي دغه زیارت ته ورځي او په شاوخوا سیمه کې یې د کال لومړۍ ورځې مېلې کوي.
غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی وايي، زیارت ته نژدې درې سوه متره ورغی، خو امنیتي ځواکونو د وړاندې تګ اجازه نه ورکوله.
نوموړی وايي، له دغه ځایه یې لیدل، چې د زیارت یوازې شمالي دیوال روغ پاتې دی او اودي رنګه اوسپنیزه ګومبده یې لرې پرته ده. ځايي اوسېدونکي وايي دغه زیارت څو پېړۍ تاریخي قدامت لري.
د غزني په مقر ولسوالۍ کې نژدې دوې میاشتې مخکې د بهاوالحق او ملا ولي نیکه زیارتونه په بمونو ویجاړ شوي او اور ورته کړل شوی و.