"پر کال ۲۰۱۶ ملا منصور په دوبۍ کې د امریکايانو له ګوتو ووت"

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، امريکا په ٢٠١٦ م کال کې د طالبانو فقيد مشر له وژل کېدو لږ وړاندې نږدې و په دوبۍ کې هغه ونیسي، خو موکه يې له لاسه ووته.
د ورځپاڼې په وينا ملا اختر محمد منصور دوبۍ ته تللى و چې د طالبانو لپاره بسپنه را ټوله کړي او ځينې اړين شيان وپېري، خو سپينه ماڼۍ ورباندې خبره شوه.
د ورځپاڼې په وينا، ښاغلي اوباما او د هغه د ملي امنيت سلاکارې سوسن رايس واشنګټن کې د اماراتو سفير ته زنګ وواهه او هغه د ملا منصور د نيولو لپاره د ځواک برابرولو ژمنه وکړه.
خو څو شېبې وروسته دوى خبر شول چې ښاغلى منصور په يوه الوتکه کې ايران ته خوځېدلى.
د ورځپاڼې په وينا امريکا غوښتل چې الوتکه بېرته دوبۍ ته ور وګرځول شي خو اماراتي چارواکو وويل "اوس ډېر ناوخته دی."
واشنګټن پوسټ وايي، د ځينو ناسمو محاسبو او يا هم ښايي خيانت له امله د طالبانو مشر له دوبۍ ووت، خو کله چې ملا منصور له ايرانه د پاکستان خاورې ته واوښت، د بې پيلوټې الوتکې په بريد کې ووژل شو.
ملا منصور د روغې جوړې سړی و
د امریکا د متحده ایالتونو له خوا ولې او څنکه داسې یو څوک ووژل شو چې د ځینو چارواکو په باور کولی یې شول وسله وال طالبان د خبرو مېز ته راولي؛ د امریکا په دننه کې د افغانستان په اړه د یو شمېر مسلو د نه حل ښکارندويي کوي.
د سرچینې په باور، دغه اختلافي مسلې د افغانستان د جګړې له پیله شته او ان د ولسمشر ټرمپ او د هغه د بهرنۍ پالیسۍ د مشاورانو تر منځ یې هم په دې اړه اختلافونه زېږولي چې:
لوړپوړی طالب مشر څه وخت هدف کېدلی شي؟ کله هغه ته د سولې کوونکي اړخ په سترګه وکتل شي ؟ او دا چې روانه ۱۷ کلنه جګړه به څنګه او څه وخت پای مومي؟
په افغانستان کې د جګړې له پیله له طالب مشرانو سره د امریکا د سولې د خبرو هڅې له ناسم پوهاوي او تېروتنو سره ملې وې.
سرچینې د سټیف کول له ایس ریاست نومي کتاب څخه په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د مشر حامد کرزي د سولې هغو هڅو ته اشاره کړې چې غوښتل یې له طالب مشرانو سره د سولې خبرې وکړي.
د سرچینې په خبره، امریکا د د هغه مهال د دفاع وزیر ډونلډ رمزفیلډ له طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې وې او هغه یې د نه منلو چاره ګڼلې وه او هغه طالبان چې د تسلیمېدو هڅه یې کوله، په کیوبا کې د ګونتنامو زندان ته ولېږدول شول.
په افغانستان کې یوه پخواني امریکايي ډیپلوماټ د ښاغلي منصور په اړه ویلي، هغه کولی شول پر خلکو مصرف وکړي او کتابونه تېر باسي: " هغه معامله کوونکی و"

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي چارواکو ویلي، ملا منصور د دوبۍ تر پرېښود وروسته د لږې مودې لپاره په ایران کې و. ډېری په دې باور دي چې نوموړي د پاکستان پر څارګرې ادارې د طالبانو د تکیه کمولو لپاره د نویو مالي سرچینو په لټه کې و.
د طالبانو په ویبپاڼه چې د ښاغلي منصور کوم ژوند لیک خپور شوی، پکې ویل شوي، نوموړی په ۱۹۶۸ کال زېږېدلی و او د هغه یو عکس یې هم خپور کړی چې په ۱۹۹۰ کال په جرمني کې د افغان الوتکو د پرزو اخلي.
په تصویر کې ملا منصور پلن او تنه ور ښکاري چې توره ږیره لري او لونګۍ پر سره ده.








