تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تخار: تاجکستانۍ ډاکترانې د افغان ښځو درملنه کوي
- Author, فضلاحمد یلغوز
- دنده, بي بي سي
د تخار ولایت په سرحدي ولسوالۍ خواجه بهاوالدین کې تاجکستانۍ ډاکټرانې د افغانو ښځو درملنه کوي.
افغانې ډاکټرانې د جګړو او نا امنیو له امله لرو پرتو سیمو کې کار ته زړه نه ښه کوي.
خواجه بهاوالدین هغه ولسوالۍ ده چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري او څو ځله پرې طالبانو بریدونه کړي.
ډاکټره مملکت عبدالله زاده لس کاله وړاندې دې سیمې ته د یوه نا دولتي روغتیایي بنسټ په مرسته راغلې. دا له څو نورو ښځینه ډاکټرانو سره د تخار ولایت په نا امنې ولسوالۍ خواجه بهاوالدین کې په کار بوخته ده.
اغلې مملکت وايي د کار ځای يې خوندي نه دی د نوموړې په وينا، "ډېر وخت د شپې له خوا د ډزو غږونه اورو، ډاریږو، موږ د طالبانو د ناروغانو درملنه هم کړې او کوو یې. ښځې دلته راځي او خپله وایي چې مېړونه یې طالبان دي."
طالبانو په دې وروستیو کې څو ځله د دغې ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ او د یوې لنډې مودې لپاره یاده ولسوالۍ له دې ډلې سره وه.
دا تاجکستانۍ ډاکټره څو ځله د افغان ځواکونو او طالبانو د جګړې شاهده وه، خو بیا هم غواړي دې سیمه کې کار وکړي، هغه وایې دلته خوږې او ترخې خاطرې لري.
نوموړې وايي "ډېرې خاطرې لرم او د ډېرو جګړو شاهده یم، هغه جګړه مې هېڅ نه هېرېږي چې د القناق په سیمه کې وه، بوږنونکې پېښه وه، ډېر زلمي په کې وژل شوي وو، د چا سر نه و د چا پښې نه وې د بل لاس نه و."
د سیمې خلک وایي د ښځینه ډاکټرې په نشتوالي کې له ستونزو سره مخ دي. فیروزه هغه مېرمن چې له یوې لرې سیمې دې ډاکټرې ته راغلې وايي،
"نارینه ډاکټرانو ته نشو ورتلی، دلته د ښځینه ډاکټرې ډېره اړتیا ده. حکومت باید پاملرنه وکړي."
خو پوښتنه دا ده چې ولې افغان ډاکټرانې دلته کار نه کوي؟
نا امني او لرې والی د دې لامل شوی چې افغانې ډاکټرانې دې سیمې ته د ورتلو لپاره زړه نه ښه کوي.
د تخار ولایت د عامې روغتیا مشر حفیظ الله ساپي بي بي سي ته وویل:
"د ښځینه ډاکټرانو کمی نه یوازې په دې سیمه بلکې په ټولو ولسوالیو کې لویه ستونزه ده."
یوازې تاجکستاني ډاکټرانې نه دي چې افغانستان کې فعالیت لري، د هېواد د سویلي او ختیځو ولایتونو ځینو برخو کې هم د روغتیا وزارت له همغږۍ پرته یو شمېر ایرانۍ او پاکستانۍ ډاکټرانې او نرسانې د افغان ښځو درملنه کوي.
افغان حکومت د نړیوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته غواړي لرو پرتو سیمو کې ښځو ته روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي خو د خلکو په وینا لا هم په ډېرو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی لویه ننګونه ده.