کابل کې ځانمرګي برید '۹' کسان وژلي دي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د پلازمېنې کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې د الزهرا جومات ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح د بي بي سي خلیل نوري ته ویلي، د پېښې له ځایه ۹ مړي او ۱۸ ټپیان روغتونونو ته ور وړل شوي دي. خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، په ځانمرګي برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي. د سرچینې په خبره، د برید قربیان ټول ملکي خلک دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، ځانمرګی برید د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د مزاري مصلی سره په ۳۰۰ مترۍ کې شوی چې د عبدالعلي مزاري د ۲۳م تلین د لمانځنې مراسم پکې روان وو.

د نوموړي په خبره، د یادو مراسمو لپاره درې امنیتي کمربندونه جوړ شوي وو چې ځانمرګی برید یې لومړني هغه کې شوی دی.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو د کابل د جمعې ورځې په برید کې لاس لرل رد کړي دي. تر اوسه لا چا/کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی نور جزیات وروسته