' تخار کې د امنیتي ځواکونو ۱۷ کسان وژل شوي '

د افغانستان د شمال ختیځ تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی، چې له امله یې ۲۹ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار والي ویاند سنت الله تیمور د جمعې پر سهار د بي بي سي محفوظ ذبیدي ته وویل، د وسله والو په برید کې ۱۶ امنیتي ځواکونه وژل شوي، چې ۷ د ملي اردو سرتېري او ۹ یې سیمه ییز پولیس دي.
خو اوس په دې برید کې د وژل شویو امنیتي کسانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی.
د ښاغلي تیمور په ټکیو، په دغه برید کې ۱۳ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي هم دي چې ۴ یې د ملي اردو سرتېري او ۹ یې سیمه ییز پولیس دي.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د برید مسوولیت منلی دی.
د ښاغلي تیمور په خبره، وسله والو طالبانو تېره شپه د مارچ اتمه، شاوخوا لس بجې د خواجه غار ولسوالۍ پر پول مومن سیمه کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د نښتې په پایله کې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره، په یاده نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، سیمې ته تازه دمي سرتېري تللي او جګړه هم پای ته رسېدلې ده.
د تخار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د دولت مخالفین له ډېرې مودې راهیسې فعالیت کوي، او بیا بیا یې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه هم کړي دي.
بل لور ته په پلازمېنه کابل کې هم د جمعې پر ورځ یوه ځانمرګي بریدګر د دې ښار په دشت برچي سیمه کې ۹ کسان ووژل. د داعش وسله والې ډلې د دې برید مسولیت منلی.









