''تخار کې د ینګي ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید شنډ شوی''

د عکس سرچینه، .
د افغانستان تخار ولایت کې ځايي چارواکي وايي، پر ینګي ولسوالۍ یې د طالبانو یو برید شنډ کړی دی. خو چارواکي مني چې وسله وال طالبان اوس هم د ولسوالۍ مرکز ته نژدې شته. د ینګي ولسوال عبدالمناف فیضي بي بي سي ته وویل وسله والو د جمعې شپه د ولسوالۍ پر مرکز دغه برید پیل کړ.
د نوموړي په وینا افغان امنیتي ځواکونو دغه برید شنډ کړی دی، خو وسله وال اوس هم د ولسوالۍ په ۳۰۰ یا ۵۰۰ مترۍ کې ناست دي. ښاغلي فیضي ویلي د ینګي ولسوالۍ له ۶۴ کلیو نه ۲۹ د حکومت مخالفو وسله والو په واک کې دي.
هغه دغه راز ویلي، حکومتي ځواکونو د تېرې شپې جګړه کې کومه مرګژوبله نه ده اوښتې او ودانیو ته هم لږ زیان رسېدلی دی. نوموړي ویلي، حکومت هڅه کوي د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د ځینو ښوونځي پرانیستي پاتې شي، چې د سیمې ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.
د تخار پولیسو ویاند خلیل اثر هم تایید کړې چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ینګي کلا ولسوالۍ پر مرکز برید کړی دی او د برید له شنډېدو وروسته وسله وال د جنګل سیمې ته پر شا شوي دي.
د نوموړي په خبره د حکومت مخالف وسله وال د ار پي جي په څېر په سپکو وسلو سمبال دي.
نوموړي ادعا کړې، چې په دغه څو ساعته اوږده نښته کې شپږ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي او سیمې ته مرستندوی ځواکونه استول شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.








