تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اشرف غني: ټاپي پروژه د ټولې سیمې لپاره بریالیتوب دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د کار د پای ته رسېدو لپاره دغه هېواد ته تللی دی.
افغان ولسمشر نن جمعه د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان هېواد د ماري ښار د سلیم چشمه سیمې ته لاړ چې په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د چارو د پای په مراسمو کې ګډون وکړي.
هرات کې د ټاپي پروژې تر پرانیستغونډې وړاندې، ترکمنستان کې لومړنیو مراسمو ته ولسمشر محمد اشرف غني وویل، افغانستان به د سوېلي او مرکزي اسیا هېوادونو د نښلولو پر یوه دهلیز بدل شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني د ترکمنستان له ولسمشر او د هغه له کاري ډلې د ترکمنستان ټاپي پروژې د یوې برخې د بشپړولو له کبله مننه وکړه.
ولسمشر غني زیاته کړه، افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د خپل اقتصادي دهلیز په جوړولو باوري دی. هغه وویل، د ټاپي ګازو نل لیکې پروژه له څه باندې یوې پېړۍ جلاوالي وروسته سوېلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي:
"ټاپي پروژه نه یوازې د ترکمنستان لپاره، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره یو بریالیتوب و."
ولسمشر غني په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې په اختتامیه مراسمو کې وویل، ټاپي پروژه د دې ښودنه کوي چې ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند او نور هېوادونه اقتصاد ته د یو عمده بحث په سترګه ګوري:
"هیله ده راتلونکی نسل دا باور خپل کړي چې موږ د یو سترلیدلوري بنسټ کېښود او دا لیدلوری کولای شي پر بېوزلۍ، افراطیت او بیکارۍ برلاسی شي."
محمد اشرف غني وویل، هرات کې د ټاپي پروژې د دویم پړاو پرانیستلو په درشل کې به له ولایتي چارواکو، مدني ټولنې، پوځي چارواکو او علماوو او د ځوانانو له استازو او سوداګرو سره وګوري. نوموړی وايي، د کندهار، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو له ښځو سره هم خبرې ولري.
په دغو مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ګډون کړی دی.
د هندوستان سفیر وهرا منپریټ هم پر خواله رسنۍ لیکلي، افغانستان ته د ټاپي ګازو نللیکې رسېدل موږ څلورو واړو هېوادونو ته یوه مهمه موقع ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې ملتیا کوي.
وروسته له دې چې په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د رغنیزو چارو پای اعلان شو، ور سره جوخت به په هرات کې د دې پروژې چارې رسماً پيل شي.
پر خواله رسنیو د افغانانو هم په پراخه کچه د ټاپي پروژې پر پیلېدو خوښي ښودلې ده.
د ټاپي په پرانیسته د افغانانو خوښي
د خواله رسنیو کاروونکې اورځلا لیکلي، په ۲۰۰۷ کال چې تورغونډۍ بندر ته تللې وم، د بندر دواړو خواوو ته توپيرونه خورا ډېر و. افغان غاړه خړه پړه او او ترکمن خوا تکه شنه وه. هغې هیله مندي ښودلې چې د ټاپي پروژې له پیلېدو سره افغان غاړه هم شنه او زرغونه شي.
ډېرو افغانانو پر خواله رسنیو د ټاپي د پرانیستي په مناسبت د اتڼونو او خوښيو لنډې ویډیوګانې هم شریکې کړې دي. لاندې ویډیو په هرات کې د ټاپي پروژې له پیل وړاندې د خلکو د خوښیو یوه څنډه ده چې شاه زمان میوندي پر ټوېټر خپره کړې ده.
د پوهنتون استاد رحمت الله ذاهد لیکلي، د ټاپي پروژې پيل ته خوشاله دی
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت چې پتېیل شوې د ټاپي پروژې د چارو د پرانیستي له امله به نن جمعه د فبرورۍ ۲۳مه د هند، پاکستان او پاکستان هېوادونو د لوړپوړو چارواکو کوربه وي، له یوې اونۍ راهیسې یې امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
افغان دولت هیله من دی چې د ټاپي پروژې په پلي کېدو سره به د دغې نللیکې پر مسیر پرتو سیمو د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ښه شي او تر څنګ به یې په دغو سیمو کې امنیتي وضعیت کې هم ښه والی راشي.