د ماشومانو ژغورنې خیریه سازمان په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

ننګرهار ولایت کې تر ډله ییز ځانمرګي برید وروسته، په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې خیریه سازمان د خپلو کارکوونکو د امنیت پر تړاو د اندېښنې له کبله خپل کار ځنډولی دی.

دغه سازمان د خبرپاڼې په خپرولو افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو او مرستندویه سازمانونو د فعالیت لپاره یو له تر ټولو خطرناک ځای بللی دی.

د ننگرهار ولايت چارواکي وايي، پنځه ځانمرگو بريدگرو په جلال آباد ښار کې د ماشومانو ژغورنې ادارې يا "سېف دې چلدرن" پر دفتر بريد وکړ چې وروسته له څو ساعته نښتې او "تصفیوي عملیاتو " جګړه د څلورو بریدګرو په وژنې پای ته ورسېده. یوه ځانمرګي بریدګر ځان په لومړي سر کې ځان منفجر کړی و.

د ننګرهار د رسنیو له دفتره وروستي معلومات وایي، په پېښه کې څلور کسان وژل شوي چې دوه یې د "سېف دې چلدرن" ادارې کارکوونکي، یو یې ساتونکی او یو امنیتي سرتېری دی.

حوزوي روغتون ته ۲۵ ټپیان وروړل شوي چې د ننګرهار د رسنیو د مرکز په وینا ۱۸ کسان یې رخصت شوي او د پاتې " کسانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی ". د ننگرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وویل، په ټپيانو کې درې یې سرتېري دي.

د رسنیو دفتر زیاتوي په سیمه کې دوه ناپېژانده جسدونه پراته دي چې کېدی شي د بریدګرو وي.

طالبانو له برید وروسته وویل چې د دوی کار نه دی. اسلامي دولت نومې ډلې، داعش د برید مسولیت پرغاړه اخیستي.

د امنيتي ځواکونو او بريدگرو ترمنځ جگړه د ګڼو ساعتونو لپاره روانه وه. پر همدې مهال د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي والي ګلاب منګل د پېښې سیمې ته ورغلی او له سیمه ییزو خلکو سره یې کتلي.

پر ودانۍ د اور لگېدلو له امله يو شمېر خلک دننه ايسار پاتې و.

پېښه د جلال آباد ښار په دريمه حوزه کې د سهار څه د پاسه په نهو بجو رامنځته شوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، افغان امنیتي ځواکونه په دې توانېدلي چې د ماشومانو د ساتنې د ادارې ۴۶ ایسار پاتې شوي کارکوونکي "ژوندي وژغوري چې ۱۲ یې مېرمنې دي. "

د دغې ادارې ځینې کارکوونکي سربیرن ټپیان شوي.

پر ټولنیزو شبکو خپرو شویو عکسونو د ښوونځي ماشومان کتل کېږي چې د برید له سیمې لېرې تښتي.

د سرچينو په وينا لومړى يوۀ بريدگر ور پورې تړلي چاودېدونکي توکي د ودانۍ په وره کې چوولي او بيا وروسته نور وسلوال ودانۍ ته دننه ننوتي دي.

د ننگرهار پوليسو بي بي سي ته ويلي چې بريدگر ٣ تنه و دوه يې وژل شوي او يو يې لا هم ژوندى دى.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال ذبيح الله عبدالرحيمزى وايي د "سېف دې چېلدرن" دفتر په يوه استوگنيزه سيمه کې ده او دوه ښوونځي، د ښځو چارو رياست او د سويډن کميټه هم ورته نژدې پراته دي. خلک له شاو خوا ودانيو اېستل شوي و.