غني او مایک پینس ټیلېفوني خبرو کې پر بلخ هم غږېدلي

مایک پینس او اشرف غني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي پینس، پخپلو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې پالیسې پر اغېزو هم غږېدلی دی.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې کړې.

له سپینې ماڼۍ د جنورۍ په ۱۶مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دا ټیلیفوني خبرې د هغو خبرو دوام دی چې تېره میاشت د امریکا مرستیال ولسمشر په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرايیه ريیس عبدالله عبدالله سره درلودې.

د سرچینې په خبره، دواړو لورو د بلخ ولایت د سیاسي مشرتابه په اړه هم خبرې کړې کړې دي:

"مایک پنس په ټینګار له افغان حکومت څخه ملاتړ کړی چې د بلخ له مستغفي والي عطا سره کار وکړي چې دغلته د خبرو له لارې په سوله ییزه توګه د مشرتابه انتقال ترسره شي."

دا د ولسمشر اشرف غني او د بلخ د ليرې کړای شوي والي عطا محمد نور ترمنځ تر راپورته شوي کړکېچ وروسته لومړی ځل دی چې د امریکا یو لوړپوړی چارواکی په دې مسله کې له افغان چارواکو سره خبرې کوي.

د امریکا مرستیال ولسمشر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له اشرف غني سره مې د جنوبي اسیا په اړه د امریکا پر نوې پالیسۍ خبرې وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

له ترهګرۍ سره د امریکايي او افغان ځواکونو د ګډې مبارزې پر دوام او همدارنګه د بلخ له والي سره په تعامل کې له افغان حکومت څخه په ملاتړ د رهبرۍ پر سوله ییز لېږد ټینګار وشو.

د سپینې ماڼۍ په خبرپانه کې دا هم ویل شوي چې ښاغلي پینس، له افغان لوري سره په افغانستان کې د اړینو سمونونو، راتلونکو ټاکنو ته پر چمتووالي، سیاسي ګډون او نورو مهمو پرمختګونو د کابل له هڅو یادونه کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي پینس او اشرف غني د ټیلیفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو د بلخ پخواني والي عطا محمد نور پر ټوېټر پاڼه لیکلي، زه د امریکا د مرستیال ولسمشر د وروستیو ملاحظاتو، له فساد سره د مبارزې په اړه د هغه د نظریاتو، د سمونونو د پلي کولو، د امنیت خوندي کولو، رڼو ټاکنو، د واک د نامتمرکز کولو او له سوله ییزې لارې د بلخ د مسلې د هواري هر کلی کوم.

نوموړي زیاته کړې، موږ په جمعیت ګوند کې همدې ته ژمن یو.

ښاغلي پینس، پخپلو ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د نوې پالیسې پر اغېزو هم غږېدلی دی.