ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

د بلخ والي انجنر داوود وايي، د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.
د عکس تشریح، د بلخ والي انجنر داوود وايي، د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ادارې د بلخ لېرې کړل شوي والي عطا محمد نور هغه تورونه رد کړل چې ویلي یې و، دغه ادارې د مزارشریف ښار د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي.

ښاغلي نور پرون ادعا وکړه چې دا دوې ادارې د پلازمېنې کابل په مېلمستونونو کې یو شمېر کسان په وسلو سمبالوي او د هېواد شمال ته يې استوي.

ملي امنیت ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مېلمستون د بلخ د نوي والي انجنیرداوود کاري دفتر دی او د خوندیتوب مسوولیت یې د مهمو شخصیتونو 'رجال برجسته ' د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.

بل لور ته د بلخ نوی والي ښاغلی داوود نن چهار شنبه په همدې مېلمستون کې راڅرګند شو او دا تورونه يې رد کړل.

هغه وویل د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور پرون سه شنبه بلخ کې د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه، چې د پلازمېنې کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې د امنیت شورا مېلمستون او دغه ځای ته نژدې د ملي امنیت ادارې یو مېلمستون هغه ځایونه دي، چې په خبره یې له مزار، سمنګان او شاوخوا ولایتونو ځینې کسان هلته تګ راتګ کوي.

ښاغلي نور پرون ادعا وکړه چې دا دوې ادارې د پلازمېنې کابل په مېلمستونونو کې یو شمېر کسان په وسلو سمبالوي

د عکس سرچینه، FB/ATTA MOHAMMAD NOOR

د عکس تشریح، ښاغلي نور پرون ادعا وکړه چې دا دوې ادارې د پلازمېنې کابل په مېلمستونونو کې یو شمېر کسان په وسلو سمبالوي

د ښاغلي په نور په وینا له دغه ځایه دغو کسانو ته د مزارشریف ښار کې د 'ګډوډۍ ' رامنځته کولو لپاره پېسې او وسله ورکول کېږي.

د ښاغلي نور له څرګندونو سملاسي وروسته د افغانستان ولسمشرۍ دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، هغه ځای چې ښاغلي نور ورته اشاره کړې، یو مېلمستون دی، چې د بلخ نوی والي انجنیر محمد داوود پکې اوسېږي.

د سرچینې په وینا هغه کسان چې ښاغلی نور یې په مزار کې ګډوډۍ رامنځته کوونکي بولي د نوي والي ساتونکي دي.