تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل
د افغانستان د ملي امنیت شورا او ملي امنیت ادارې د بلخ لېرې کړل شوي والي عطا محمد نور هغه تورونه رد کړل چې ویلي یې و، دغه ادارې د مزارشریف ښار د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي.
ښاغلي نور پرون ادعا وکړه چې دا دوې ادارې د پلازمېنې کابل په مېلمستونونو کې یو شمېر کسان په وسلو سمبالوي او د هېواد شمال ته يې استوي.
ملي امنیت ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مېلمستون د بلخ د نوي والي انجنیرداوود کاري دفتر دی او د خوندیتوب مسوولیت یې د مهمو شخصیتونو 'رجال برجسته ' د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.
بل لور ته د بلخ نوی والي ښاغلی داوود نن چهار شنبه په همدې مېلمستون کې راڅرګند شو او دا تورونه يې رد کړل.
هغه وویل د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.
د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور پرون سه شنبه بلخ کې د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه، چې د پلازمېنې کابل وزیر محمد اکبرخان مېنه کې د امنیت شورا مېلمستون او دغه ځای ته نژدې د ملي امنیت ادارې یو مېلمستون هغه ځایونه دي، چې په خبره یې له مزار، سمنګان او شاوخوا ولایتونو ځینې کسان هلته تګ راتګ کوي.
د ښاغلي په نور په وینا له دغه ځایه دغو کسانو ته د مزارشریف ښار کې د 'ګډوډۍ ' رامنځته کولو لپاره پېسې او وسله ورکول کېږي.
د ښاغلي نور له څرګندونو سملاسي وروسته د افغانستان ولسمشرۍ دفتر یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، هغه ځای چې ښاغلي نور ورته اشاره کړې، یو مېلمستون دی، چې د بلخ نوی والي انجنیر محمد داوود پکې اوسېږي.
د سرچینې په وینا هغه کسان چې ښاغلی نور یې په مزار کې ګډوډۍ رامنځته کوونکي بولي د نوي والي ساتونکي دي.