تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'کابل کې د داعش ډلې وسله وال نیول شوي'
د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، پلازمېنه کابل کې یې د اسلامي دولت ډلې 'داعش ' یوه ۱۳ کسیزه ډله نیولې ده. ملي امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغې ډلې پلازمېنه کې د 'لویو ترهګریزو بریدونو ' پلانونه درلودل.
ویل کېږي نیول شوې ډلې کابل ته د ځانمرګي بریدګرو لېږد کې هم لاس درلود. ملي امنیت داسې حال کې د داعش وسله والو نیولو خبره کوي، چې تېره اونۍ دغې ډلې ویلي و، د 'تبیانو ' پر کولتوري او رسنیز مرکز برید دوی کړی دی.
هغه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي وو او نژدې ۹۰ کسان ټپیان شوي وو.
داعش ډلې مخکې پلازمېنه کابل او د افغانستان ځینې نورو ښارونو کې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو خونړي بریدونه کړي دي.