تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل برید کې "۴۱ کسان وژل شوي او ۸۴ ټپیان دي"
کابل کې پر یوه رسنیز دفتر برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي، دغه برید د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال پل سوخته سیمه کې پر یوه کولتوري او رسنیز مرکز شوی دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مجروح وايي، برید کې ۴ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۸ ښځې ټپیانې شوې دي.
اسلامي دولت نومې ډلې(داعش) ویلي برید دوی کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خبره، د پېښې په ځای کې تر ځانمرګي برید وروسته دوې پرلپسې چاودنې هم شوي، چې تلفات یې نه لرل.
نوموړي ویلي، مرګژوبله د ځانمرګي برید له امله پېښه شوې او هدف یې هم د 'تبیان کلتوري مرکز ' و.
صدای افغان - اوا خبري اژانس پر خپله ویب پاڼه لیکلي، یوه ځانمرګي بریدګر د دوی د رسنۍ په دفتر کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ور کړې ده.
د صدای افغان - اوا دفتر مشر سید حسن حسیني وايي،، په دغه کلتوري مرکز کې پر افغانستان د شوروي یرغل د ۳۸مې کليزې په مناسبت څېړنیزه غونډه روانه وه چې ځانمرګی برید پکې تر سره شوی دی.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایه ریاست د خبرپاڼې په خپرولو دغه پېښه غندلې ده.
تر اوسه کومې ډله د برید مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې په افغانستان د اسلامي دولت نومي ډلې (داعش)د شعیه ګانو پر مذهبي ځایونو ورته بریدونه تر سره کړي دي.
وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، یاد برید د دوی کار نه دی.
د روان کال د نومبر په ۷مه پر شمشاد ټلوېزیون وسله وال برید وشو چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.
پر دې سربېره د روان کال په اکټوبر میاشت کې هم په کابل کې د شعیه لږکیو پر جومات برید وشو چې له امله یې ۳۹ کسان ووژل شول.