"د کندهار شاوليکوټ کې پوليو پېښې د نړۍ له هرې بلې ولسوالۍ ډېرې دي"
د ملگرو ملتونو د بشري چارو همغږې کوونکى "توبي لېنزر" اندېښنه څرگنده کړې چې په دې وروستيو کې په کندهار کې د پوليو پېښې ډېرې شوي دي.
د ښاغلي لېنزر څرگندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د افغانستان په سوېل، سوېل ختيځ او د پلازمېنې کابل په ختيځو سيمو کې د ماشومانو گوزڼ ضد واکسين نوى کمپاين پيل شوى.
ښاغلي لينزر د يوې وينا پاڼې په خپرولو ويلي " د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د پوليو پېښې د نړۍ د هرې بلې ولسوالۍ پر تله ډېرې دي، او دې حالت سلگونو زرو نورو ماشومانو ته خطر پېښ کړى."
د نوي کمپاين په ترڅ کې به ٥.٥ ميليون ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وي د افغانستان په هغو سيمو کې واکسين شي چې په کې د ماشومانو د گوزن خطر ډېر دى.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه څلور ورځينى کمپاين چې د ډسمبر پر ١٨ پيل شوى، د روغتيا نړېوالې ادارې، افغان روغتيا وزارت او د يونيسف له لوري په گډه تر سره کېږي.
د کمپاين په ترځ کې به واکيسن کوونکي ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو لپاره کور په کور گرځي.
د روغتيا نړېواله اداره سپارښتنه کوي هغه کورنۍ چې ماشومان يې نه دي واکسين شوي بايد هغوى روغتيايي مرکزونو ته بوځي.
د گوزڼ پېښې
افغانستان، پاکستان او نايجريا د نړۍ درې هغه هېوادونه دي چې د ماشومانو د گوزڼ پېښې په کې ثبت شوي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
قبايلي سيمو کې د پوليو ضد پروگرام مسوول ډاکټر نديم جان وايي په پاکستان کې له ١٩٩٤ م کاله وړاندې هر کال له ٢٠ تر ٢٥ زره ماشومان گوزڼ وهل، چې د واکسين کمپاين له پيلېدو سره دا شمېر په پام وړ کچه ټيټ شو.
ښاغلي نديم جان له بي بي سي سره په مرکه وويل، په ٢٠١٦ م کال کې د گوزڼ پېښو شمېر شا وخواه ٢٠ ته ټيټ شو.
افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پوليو ١٢ پېښې او په پاکستان کې ٧ پېښې ثبت شوي دي.
ډاکټر نديم جان وايي د پوليو درملنه نشته، نو يوازينۍ لاره د دغه ناروغي مخنيوى دى چې ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکو د ورکړې له لارې کېږي.ېښې











