افغان ولسمشر ترکیې ته لاړ

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره ترکیې ته تللی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل، ولسمشر غني به د چهارشنبې پر ورځ دغې غونډې ته وینا وکړي.
"ولسمشر په دې سرمشریزه کې وینا کوي، په وینا کې یې د افغان حکومت او ولس هغه اندېښنې دي چې بیت المقدس ته د سفارت د لېږدولو لپاره د امریکا د پرېکړې په هکله دي".
د استانبول په سرمشریزه کې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو مشران او استازي برخه لرې، چې د یو شمیر هېوادونو مشران لا له وړاندې ستانبول ته رسیدلي دي.
ویل کېږي دغه غونډه کې به د امریکا له لوري د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پېژندلو موضوع له یو شمېر نورو هغو مسایلو سره شامله وي، چې اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده.
داسې هم ویل کېږي، چې ښاغلی غني به له ترک ولسمشر رجب طیب اردګان سره هم خبرې وکړي.
یو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې دا وروستیو کې د ترکیې او افغانستان تر منځ اړیکې تر یوه حده سړې شوې، چې د دوی په آند یو لامل یې د ترکیې له لوري افغانستان کې د افغان - ترک لیسو تړلو غوښتنې ته د افغانستان له لوري مثبت ځواب نه ورکول دي.
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم 'پخپله خوښه ' له هېواده لرې هلته ترکیې کې اوسي او د افغان حکومت مخالف سیاسي اتحاد یې جوړ کړی دی.
د ولسمشرۍ دفتر ویاند په دې اړه څرګند ځواب نه دی ویلی، چې ولسمشر غني به ترکیې کې له خپل لومړي مرستیال سره وویني که نه.
د بیت المقدس په تړاو پرېکړه لیک

د عکس سرچینه، Getty Images
په ترکیه کې د بي بي سي خبریال شهدي الکاشف وايي د سرمشریزې له پيل وړاندې به د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د غونډې د وروستۍ اعلامیي په اړه سره جرګه شي.
وړاندیز شوی چې د امریکا له خوا د اسراییل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د پېژندلو په غبرګون کې کوټلي ګامونه واخستل شي، لکه دا چې اسلامي هېوادونه دې خپل سفیران له واشنګټنه د مشورې لپاره را وغواړي، او پر امریکايي شرکتونو دې ځینې بندیزونه ولګوي.
دغه راز وړاندیز شوی چې له هغو هېوادونو سره دې هم اړیکي پرې کړل شي چې د واشنګټن پر پل ږدي.
داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان غواړي د بیت المقدس کمیټه رامنځته کړي او د اسلامي هېوادونو مشران به په خپله خوښه پکې برخه اخلي.
نوموړی به هڅه وکړي چې د اسلامي هېوادونو د نورو سرمشریزو پر تله د استانبول د غونډې پایلې توپیر ولري.
د یادولو ده چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په پيل کې د بیت المقدس د ملاتړ لپاره رامنځته شوی.
اوس پوښتنه دا ده چې دغه نړیوال بنسټ به د اسلامي نړۍ له نظره بیت المقدس ته د تر ټولو لوی ګواښ په وړاندې څه ډول ځواب ووايي.
د اسلامي هېوادونو خپلمنځي اختلاف

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د اسلامي هېوادونو ترمنځ اختلافات د دا ډول یوې پریکړې په وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
لکه ایران چې ولسمشر یې حسن روحاني په دغه غونډه کې برخه اخلي، له ډیرو اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې نه لري.
د قطر او کویټ له امیرانو پرته د نورو خلیجي هېوادونو مشران دې سرمشریزې ته نه ځي.
سعودي عربستان د نسبتا یوې ټیټې کچې استازې دغې غونډې ته استوي. ډيپلوماټیکو سرچینو ویلي په غونډه کې د اسلامي چارو وزیر د سعودي استازولي کوي.
مصر چې له ترکیې سره یې اړیکي کړکیچن دي، دغې غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري استوي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د سرمشریزې کوربه ترکیه دهچې د سږکال لپاره ددغه بنسټ مشري کوي.
له دې وړاندې د ترکیې ولسمشر ګواښ کړی چې د بیت المقدس په اړه د امریکا د پریکړې په غبرګون کې به له اسراییل سره خپل اړیکي پرې کړي.








