ولسي جرگې د افغان کابينې ١١ وزيرانو ته د باور رايه ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان پارلمان حکومت له لوري د ورپېژندل شويو نوماند وزيرانو نه ١١ ته د باور رايه ورکړه خو په دغه ډله کې يواځينۍ ښځينه نوماند وزيره يې و نه منله.
طارق شاه بهرامي ته د دفاع وزارت، ويس برمک ته د کورنيو چارووزارت، نصير احمد دراني ته د کرنې وزارت، مجيب الرحمان کريمي ته د کليو او پراختيا وزارت، يما ياري ته د ټولگټو وزارت، فيض الله ذکي ته د کار او ټولنيزو چارو وزارت او حميد طهماسي ته د ترانسپورت وزارت لپاره د باور رايه ورکړل شوه.
په همدې توگه نجيب الله خواجه عمري د لوړو زده کړو وزير، مصطفى مستور د اقتصاد وزير، گل آغا شيرزي د اقوام او قبايلو وزير او شهزاد گل آريوبي د مخابراتو د وزير په توگه د استازو باور رايې خپلې کړې.
ولسي جرگې ته حکومت ١٢ نوماند وزيران ور پېژندلي و چې له هغې ډلې نرگس نهان د کانونو او پتروليم وزارت لپاره د باور رايې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.
د افغانستان د بهرنيو چارو، اطلاعات او کلتور او د ښوونې او روزنې وزارتونه اوس هم د چارسمبالو له لوري اداره کېږي.
د ولسي جرگې رييس عبدالرووف ابراهيمي له حکومته وغوښتل چې دغو دريو وزارتونو لپاره دې هم نوي نومان وزيران ولسي جرگې ته ورپېژني








