"د کابل د برېښنا اړتیا پوره کول سلګونه مېګاواټه برېښنا غواړي"

یو شمېر کابل مېشتي ادعا کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې درې ساعته برېښنا هم نه لري:

د عکس سرچینه، DAB

د عکس تشریح، یو شمېر کابل مېشتي ادعا کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې درې ساعته برېښنا هم نه لري
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکو تېره ورځ د ولسي جرګې له وکیلانو سره په خپله غونډه کې وویل، په کابل کې د برېښنا کارول ډېر شوي او د دې امکان نشته چې کابل مېشتو ته ۲۴ ساعته برېښنا ورسوي. د دوی د ارزونې له مخې، په کابل کې سل په سله د برېښنا اړتیا پوره کولو لپاره سلګونه مېګاواټه برېښنا ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له هغو ستونزو دی چې ښکاري پای نه لري. په دې شپو ورځو کې په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ خلکو ته سر خوږی جوړ کړی.

یو شمېر کابل مېشتي ادعا کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې درې ساعته برېښنا هم نه لري:

"موږ لویان خو دومره ستونزه نه لرو، خو اولادونه مو چې ازموینې يې دي او یا دندو ته ځي، هغوی ډېر پاذاب دي. کورنۍ وظيفې او خپل کارونه د تیارې له کبله نشي کولای. هغه وخت برق وي چې اړتیا يې نه وي، خو چې ضرورت وي، هغه وخت بیا برېښنا نه وي. که د ورځې نه وي مشکل نشته، خو د شپې تر نهو خو باید وي."

د کابل ښاریانو نيوکې تر پارلمانه ورسېدې او هغوی د برېښنا شرکت او د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي د خلکو شکایتونو ته د ځواب ویلو لپاره وروغوښتل.

د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وویل، "تاسې هر وخت ژمنې کوئ، خو پخپلو ژمنو نه درېږئ. هر کال وایئ چې راتلوونکي کال به د برېښنا مساله حل شي او سږ کال وايئ چې په ۲۰۱۸ کې به حل شي."

برېښنا

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، ځینې کابل مېشتي وايي، د برېښنا نشتوالي له کبله یې اولادونه د شمې رڼا ته درسونه وايي.

حسين فهيمي د ولسي جرګې یو بل غړی دی. هغه وویل:

"د برېښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظيم په قانون کې په صراحت سره ویل شوي چې تاسې باید خلکو ته هره میاشت بېل ورولېږئ. ولې خپلې ناقانونه څرګندونې په موږ اورئ؟ تاسې اړ يئ چې د دوو پر ځای هره میاشتينۍ بېل خلکو ته ورولېږئ. دویمه مساله دا ، ایا د زورواکانو پېسې هم باید له غریب ملته واخلئ؟ له څلورو میاشتو راهيسې موږ درته وايو چې د دغو زورواکانو لېست موږ ته راولېږئ، ولې يې نه رالېږئ؟ تاسې ژمنه هم کړې وه. له دوی سره شريک يئ که څنګه؟".

هره میاشت د برېښنا بېل

چارواکي وايي شته برېښنا له اړتیا لږ ده او دوی اړ دي، چې پر سیمو یې وویشي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چارواکي وايي شته برېښنا له اړتیا لږ ده او دوی اړ دي، چې پر سیمو یې وویشي

د وکیلانو نيوکه دا وه چې کابل مېشتو ته د دوه میاشتيني پر ځای ولې هره میاشت د برېښنا بل نه ورلېږل کیږي؟ د برېښنا شرکت د سوداګرۍ برخې مشر خالد ستانکزي په ه ځواب کې وویل چې دوی یو کېلو واټ برېښنا په ۷ افغانۍ اخلي او پر خلکو يې په دوه نيمې افغانۍ خرڅوي نو له کبله يې برېښنا شرکت تاوان کوي. د ښاغلي ستانکزي په وینا دوی دغه تاوان د برېښنا په دوه میاشتيني بل کې جبرانوي:

"کومه سنجونه او محاسبه چې موږ کړې، که چېرې دا موږ په دوو برخو ونه ویشو، بېل مېاشتينۍ کړو او یا په همدې ډول يې پرېږدو چې اوس يې خلکو ته ورکوو، موږ باید هر کال تر شاوخوا دوولس ميلیارده ډالرو پورې اضافي سب سایډي واخلو. موږ سب سایډي له کومه کړو؟ تاسې يې حل لار راوښيئ. موږ یوه طرحه وړاندې کړې، چې که چېرې کيټګوري په دوو وویشل شي نو زه د یوه مسول په توګه ژمنه درسره کوم چې د نوي کال له اولې دورې به بېل میاشتينۍ کړو." ذ

د دې تر څنګ په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوۍ په اړه په ځواب کې د برېښنا شرکت مشر مجیب الرحمن مهمند وايي چې په کابل کې د برېښنا کاروونکو شمېر هره ورځ ډېرېږي او لامله يې اوسمهال ټولو ښاریانو ته برېښنا نشي ورکولای.

په افغانستان کې لمري برېښنا تولید کوچنۍ پروژې واردمخه پیل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې لمري برېښنا تولید کوچنۍ پروژې واردمخه پیل شوي

په پلازمېنې کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ د پای ته رسولو په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې له ترکمنستان سره يې يوه هوکړه لاسلیک کړې او ټاکل شوې یو ۵۰۰ کېلو ولټ برېښنا لروونکی مزی له دغه هېواده افغانستان ته وغځول شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د چارواکو په خبره دغه مزی به د ۲۰۱۸ کال تر پایه وغځيږي.